متناوبه روژه او گټي يې

 متناوبه روژه او گټي يې

روژې د انسان په تكاملي بهير كښې مدام په طبېعي توگه حضور درلودلى دى. زموږ لرغونو ښكاريانو نيكونو بازارونه، سوپر ماركيټونه او يخچالونه نه درلودل، نو مدام به يې خواړو ته لاسرسى نه درلود او كله كله به ډېر وخت وږي گرځېدل او هيڅ د خورك شى به يې لاس ته نه ورتلى. په نتيجه كښې يې زموږ بيالوژيكي سيسټم داسې تكامل كړى دى چې نه يوازې تر اوږدې مودې پورې بې ډوډيه پايېدلاى شو، بلكه كله كله وږى گرځېدل يا روژه نيول مو د بدن بيالوژيكي او فيزيالوژيكي سيسټم ته تر مدام موړوالي طبېعي او مناسب تماميږي.

متناوبه روژه يا صحي روژه intermittent fasting نن د نړۍ د مشهورترينو غذايي رژيمونو څخه گڼل كيږى چې خلك يې د وزن د بايللو، ښه صحت او اوږد عمر لپاره اختياروي. په متناوبې روژې كښې په دوراني ډول د خوراك او روژې د ټاكلو مودو تر مېنځ تناوب ساتل كيږي. مثلا په اوونۍ كښې دوه ځله د ورځې شپارس يا څلرويشت ساعته روژه نيول كيږي. البته په دې روژې كښې صرف د خوراك څخه ډډه كيږى او د بې كالوريو مايعاتو لكه اوبه، بې بورې چاي يا قهوې څښاك لازم دى تر څو بدن وچ يا ډيهايډرېټ نشي. د بدن وچوالى dehydration عموما انسان ته زيانمن تماميږي او د لټۍ، بېحالۍ، بې حوصلگۍ، عصبانيت او ذهني تمركز د زوال لامل گرځي.كله چې متناوبه روژه نيسو په بدن كښې مو په حجروي او ماليكولي كچو مثبت بدلونونه راځي. بدن مو د هورمونونو درجې د ذخيره شويو غوړزگيو د سوځولو لپاره عياروي (مثلا د اينسولينو كچې په كثرت سره كښته ځي). د هورموني تغيراتو له امله د بدن ميټابوليزم د ٣.٦ فيصده څخه تر ١٤ فيصدو پورې لوړيږي چې د ډنگرېدلو سره مرسته كوى. همدارنگه د بدن حجرات مو مهمې د رغېدنې پروسې پيلوي په كوم كښې چې زاړه او بېكاره پروټينونه چې د وخت په بهير كښې مو په حجراتو كښې راټول شوي وي د ځانه ليري كوي (Autophagy). سربېره پر دې مو د جينونو تعبير اوړي، چې د ناروغيو څخه د ساتنې او د عمر د اوږدېدنې سره مو مرسته كوي.

په ٢٠١٤ زيږديځ كال كښې يوې احصايې وښودل چې د متناوبې روژې نيونكو د ٣ څخه تر ٢٤ اوونيو پورې د بدن ٣ الي ٨ فيصده وزن د لاسه وركړى وو چې دا د نورو سيالو د ډنگرېدلو د غذايې رژيمونو په پرتله ډېر ښه آمار دي. خو مهم ټكى دلته دا دى چې روژه ځكه د وزن په بايللو كښې موثره تماميږي چې په لږ كالوري اخيستلو كښې مرسته راسره كوى. خو كه تاسو په هغه وخت كښې چې د خورك اجازه ولرئ غټ غټ خوركونه وكړئ او نسونه مو وپړسوئ، ممكن هيڅ گټه درته ونكړي.

د متناوبې روژې گټي په لاندې ډول دي:

١. د وزن بايلل

٢. د اينسولين مقاومت: متناوبه روژه د اينسولين مقاومت لږولاى شي چې د شكرې د ناروغۍ Type 2 Diabetes مخنيونه كوي.

٣. التهاب: بعضو مطالعاتو د التهاب لږېدل ښودلي دي چې د ډېرو كرونيكو امراضو لامل دى.

٤. د زړه صحت: متناوبه روژه په وينه كښې د LDL كوليسټرول، ټرايگليسرايډ، شكره او نورو شيانو په لږولو سره د زړه د ناروغۍ خطر لږوي.

٥. سرطان: د ژوو مطالعاتو انگېرلي دي چې متناوبه روژه ښايي د سرطان د ناروغۍ مخ ونيسي.

٦. د مغز صحت: متناوبه روژه د مغز د BDNF د هورمون په ډېرولو سره په مغز كښې د نويو حجراتو د ودې سره مرسته كوي چې ممكن د الزايمر Alzheimer’s د ناروغۍ مخنيونه وكړي.

٧. زړېدل: په تجربو كښې روژاتى مږو ٣٦ الي ٨٣ فيصده تر نورو مږو اوږد عمر كړى دى.

د دې ټولو ښيگنو سره سره متناوبه روژه په بعضو حالاتو كښې نه ده درته ښه، لكه: شكره، كښته فشار، ډېر ډنگروالى، د غير نورمال خورك ناروغيانى او داسې نور. عموما كه كوم اوږدمهالى تكليف ولرئ بايد د ډاكټر سره مو لومړى مشوره وكړئ. كوچنيان، يا هغه ښځي چې كوچنى يې په نس وي يا د كوچني پيدا كولو په هڅه كښې وي، يا شېدې وركوي يا امينوريا ولري هم بايد د هر ډول روژه نيولو څخه ډډه وكړي.

په پاى كښې اړينه ده وويل شي چې د متناوبې روژې سره يو صحيح او موزون د خوب پروگرام هم ضروري دى. سربېره پر دې مو ورځنى ادمان (سپورټ) نور هم د صحي لحاظه تكړه ساتي.

سرچينه:https://www.healthline.com/nut…/intermittent-fasting-guide

ن. ا. پسرلی

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *