ولې باید سهار مهال اوبو وڅښئ؟

 ولې باید سهار مهال اوبو وڅښئ؟

سهار اوبه څښئ، نه یوازې سهار بلکې اوبو هر وخت د بدن لپاره اړینې او ګټوري دي، ځکه چې د انسان بدن تر ۶۰سلنه زیات له اوبو څخه تشکیل شوی دی.

دا یوه لازمي مغذي ماده هم بلل کېږي، دا ځکه چې ستاسو بدن نشي کولای د میټابولیزم له لارې ورڅخه اړتیاوې پوره کړي.

تاسو د نورو خوراکونو په پرتله اوبو ته زیاته اړتیا لرئ تر څو مو بدن ښه فعالیت وکړای شي.

ټول ارګانونه او نسجونه له اوبو سره تړاو لري او همدا لامل دی چې اوبو ستاسو په بدن کې بې اندازې مهم رول لوبوي. غذایي مواد او اوبو د ویني جریان ته دا قدرت ورکوي تر څو ستاسو د بدن ټولو حجرو ته خوراکي مواد ولېږدوي او فاضله مواد ترې خارج کړي.

د دې تر څنګ بیا اوبه دا قدرت هم لري چې د تودوخي درجه مناسبه وساتي، یانې دا مانا چې اوبو نه پرېږدي چې په اسانۍ مو د بدن د تودوخي درجه ډېره ټیټه یا ډېره لوړه شي.

که تاسو په ورځني ډول د اوبو اړتیا پوره نکړئ نو د اوبو ضایع کېدل به ستاسو په بدن کې ډیهایډرېشن رامنځته کړي. کوم چې ستاسو د روغتیا لپاره لوی زیان لري.

دا سیسټم د اوبو د توازن په نوم هم پېژندل کېږي، دا په دې معنی چې د بدن اوبو باید پوره وي، تر څو ستاسو بدن کې له ډيهایډرېشن څخه مخنیوی وکړي.

اوبو د مغذي موادو لپاره اړیني دي، نو څنګه چې بدن په دوامداره ډول اوبو له لاسه ورکوي، تاسو هم باید په دوامداره توګه له اوبو څخه ګټه واخلئ، تر څو د بدن اړتیاوې مو پوره شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *