یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
هغه خوراکونه چې فشار یا سټریس کموي او د ارامښت سبب مو کېږي
ځیني خوراکونه دي چې کولای شي ستاسو سټریس کم کړي او ارام مو کړي. په ژوند کې بې شمېره ستونزې شته چې د انسان د ناارامۍ سبب کېږي، دا هغه څه دي چې ژوند سختوي، خو مونږ به نن درته داسې خوراکونه در وپېژنو چې ستاسو د سټرس په کنټرول کې درسره مرسته وکړي، او هیله ده چې په خپل خوراکي ریژيم کې ورته ځای ورکړئ.
سابه:
بېلابېل سابه په مغز کې د ډوپامین د توليد لامل کېږي. ډوپامین د دې وړتیا لري چې د مغز فشار کم کړي او په بدن کې د رنځ د کمولو لامل شي. که تاسو هره ورځ په منظم ډول په خوړو کې سابه وکاروئ نو د خوشحالي احساس به کوئ او ارام به یاست.
جواري:
د جوارو خوړل او یا هم د جوارو د ډوډۍ خوړل هم د بدن لپاره ګټور دي. د ماساجوسټ ټیکنالوژيکي مؤسیسې د څېړنو په پایله کې ویلي: په جواریو کې کابوهایډریټ او مغذي مواد شتون لري، کوم چې د سرټونین د تولید لامل کېږي. دا کولای شي فشار او سټریس کم کړي او د ویني له فشار څخه مخنیوی وکړي.
مستې:
ښایي درته جالبه مالومه شي، خو د کولمو ځیني مؤثرې باکتریاوې د فشار او سټریس په کمولو کې مرسته کوي. څېړنو ښودلې ده، چې د کولمو یو ډول مؤثرې باکتریاوې د پروبیوټیک په نوم، له ذهن سره په ښه فعالیت کې مرسته کوي. خو په مستو کې بیا د پروبیوټیک سربېره کلسیم او پروټین هم شتون لري.
ماهیان:
ماهیان د سخت فشار د هورمون لکه اډرنالین او کورتیزول د بدلون لامل کېږي.
توت:
کله چې تاسو تر سخت فشار لاندې راځئ یا هم ستاسو بدن په کړکېچن حالت کې وي، نو توت چې انټي اکسایډ او مغذي مواد لري، کولای شي د بدن دفاعي سیستم قوي کړي او فشار کم کړي.
پیسته:
د پیستې خوړل د وینې فشار ټیټوي او د زړه په روغتیا باندې مثبته اغېز کوي. د دې تر څنګ د سټریس په کمولو کې هم د پام وړ رول لري.
شیدې:
شیدې ويټامین ډي لري، چې د فشار او سټریس په کمولو کې مرسته کوي.
هګۍ:
هګۍ د ویټامین ډي ستره سرچینه ده، چې کولای شي دفاعي سیستم قوي کړي او فشار یا سټریس کم کړي.
شین چای:
بېلابېلو څېړنو ښودلې چې شین چای په بدن کې د بدلون لامل کېږي او دا بدلون بیا د فشار یا سټریس کموالي لامل کېږي.