د بې خوبۍ لاملونه او حللارې

 د بې خوبۍ لاملونه او حللارې

د دې وخت رارسېدلی چې ناارامه شپو ته د پای ټکی کېږدو او له خوبه ډکې شپې پیل کړو. متخصیصین وايي چې هر انسان باید په یوه شپه او ورځ کې له اوو تر اتو ساعتونو پوري خوب وکړي. که تاسو دغه وخت نشئ پوره کولای، نو باید د نه خوب کولو په دلایلو پسې وګرځئ، چې ځیني مونږ دلته له حللارو سره را ټول کړي.

د خوب د ستونزو د حل لپاره بېلابېلې لارې شته، مثلاً درمل کارول، د ادراک د چلند درملنه، په ژوند کې تغیر یا هم په منظم وخت ویده کېدل او په منظم وخت پاڅېدل.

  • په خوب کې تنفسي وقفه: دا یو داسې حالت دی چې د یوه انسان تنفس د لنډ وخت لپاره ودرېږي. دا ستونزې له خوبه د انسان د راویښېدو لامل کېږي، نو له همدې امله د بې خوبۍ لامل هم بلل کېږي.
    • حللاره: د دې ستونزې د حل لپاره بېلابېلې لارې شته، خو دلته یې یوه اغېزناکه لار درپېژنو: زیاتره ډاکټران د دې ستونزې د حل په موخه د (PAP) په نوم له یوې الې څخه د ګټې اخیستني سپارښتنه کوي، خو د غوره درملني لپاره باید ډاکټر ته لاړ شئ.
  • د بې خوبۍ درمل: ډېری کسان د بې خوبی لپاره بېلابېل ډول درمل کاروي، چې اغېزناک ثابت شوي. خو د کارولو طریقه یې ډېره مهمه ده، چې د همدې لپاره باید له ډاکټر څخه مشوره واخلئ.
  • درد: په دې کې هیڅ شک نشته چې درد لرونکي به په سخته ویده کېږي. که د بدن هر غړی درد ولري، د بې خوبۍ لامل کېږي. که چېرته د درد له امله نشئ کولای چې اړینه اندازه خوب وکړئ، نو هرومرو یو ډاکټر یا مشوره ورکوونکي ته ورشئ، او د هغوی له سپارښتنو سره سم مخکې لاړ شئ.
  • د پښو سنډروم (RLS) دا سنډروم د دې لامل کېږي چې تاسو مجبور کړي تر څو خپلو پښو ته زیات حرکت ورکړئ. دا ډول خلک په سختۍ سره ویده کېږي، په حقیقت کې دا سنډروم د بې خوبۍ له سترو لاملونو څخه شمېرل کېږي. که څه هم د دې ناروغۍ لامل سم ندی پېژندل شوی، خو ویل کېږي چې د الکول، نیکوټین او کافین له کارولو سره تړاو لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *