ایا امکان لري چې ځمکه په تور غار کې ولوېږي؟

 ایا امکان لري چې ځمکه په تور غار کې ولوېږي؟

تور غارونه په کائیناتو کې تر ټولو ډېر جاذبه لرونکي اجسام دي. هیڅوک نه شي کولای چې هغه ته نږدې شي. ځکه که تاسو تور غار ته نږدې شئ، نو بیا به هیڅکله ځان ترې ونشئ ژغورلای. له همدې امله ورته بیرته نه راګرځېدونکي ټکي هم وايي.

را به شو اصل موضوع ته، مونږ ته تر ټولو نږدې تور غار له ځمکې څخه ډېر لري دی، دا تور غار د V616 Monocerotis په نوم یادېږي، چې له ځمکې څخه تقریباً ۳۰۰۰ نوري کاله لرې دی، نو له همدې امله په ډېر باوري ډول ویلای شو چې دا تور غار به ځمکې ته هیڅ زیان ونشي رسولای.

دا تور غار زمونږ د لمر ۶.۶ برابره دی. ویلای شو چې دا تور غار ډېره ځواکمنه جاذبه قوه لري، یانې زمونږ د لمر جاذبه قوه ورته هیڅ هم نده.

که چېرته ځمکه تر ۸۰۰۰۰۰ کیلومتره پورې تور غار ته نږدې شي نو د تور غار تر تاثیر لاندې به راشي، خو بېغمه اوسئ، د ځمکې او دغه تور غار تر منځ فاصلې ته په کتو سره به دا ډېر زیات وخت ونیسي تر څو ځمکه تورغار ته نږدې شي او یا ښایي هیڅ ورته نږدې نشي. یانې په کائیناتو کې یوه کوچنۍ موده هم په زرهاوو یا میلیونونو کلونو شمېرل کېږي.

ځکه هلته فاصلې او اجسام ډېر لوی دي، نو له همدې امله یوه کوچنۍ پېښه هم په ډېر اوږد وخت کې ترسره کېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *