ولې د یلدا شپه د ځمکې په شمالي او جنوبي هیوادونو کې توپير لري؟

 ولې د یلدا شپه د ځمکې په شمالي او جنوبي هیوادونو کې توپير لري؟

دا به مو ډېر اورېدلي وي چې د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه ده، نو ایا دا د نړۍ په ټولو سیمو کې د کال تر ټولو اوږده شپه ده؟

د یلدا شپه یوازې د ځمکې په شمالي نیمه کره کې د کال تر ټولو لویه شپه ده. دا ځکه چې کله د ځمکې شمالي نیمه کره لمر ته برابره شي بیا نو په شمالي نیمه کره کې ورځې لوییږي او په جنوبي نیمه کره کې کوچنۍ کېږي. خو برعکس بیا کله چې جنوبي نیمه کره لمر ته برابره شي نو په جنوبي نیمه کره کې ورځي لوييږي او په شمالي نیمه کره کې کوچنۍ کېږي. که لنډ ووايو؛ کله چې په شمالي نیمه کره کې د یلدا یا د کال تر ټولو لویه شپه وي، نو برعکس په جنوبي نیمه کره کې د کال تر ټولو لویه ورځ وي. خو کله چې د جون په ۲۱مه نېټه په جنوبي نیمه کره کې د کال تر ټولو لویه شپه وي، نو په شمالي نیمه کره کې د کال تر ټولو لویه ورځ وي.

همدارنګه د کال موسمونه هم په جنوبي او شمالي نیمو کرو کې توپیر کوي. مثلاً کریسمس په شمالي نیمه کره کې د ژمي پیل دی خو په جنوبي نیمه کره کې بیا د دوبي پیل دی.

کله چې تاسو د ځمکې په بېلابېلو سیمو کې ګرځئ نو هلته هر څه تغیر کوي، مثلاً یلدا شپه په یو شمېر سیمو کې ۱۴ ساعته ده، خو په نورو سیمو کې بیا فرق کوي، مثلاً په ځینو سیمو کې تر دې لویه ده او په نورو سیمو کې بیا تر دې کوچنۍ ده.

څومره چې تاسو د ځمکې شمالي یا جنوبي قطب ته نږدې کېږئ، په همغه اندازه شپې او ورځې لویيږي، تر دې چې په شمالي او جنوبي قطبونو کې ورځ او شپه شپږ میاشتو ته رسېږي. کله چې په شمالي قطب کې ورځ وي نو شمالي سیمي ګرمي وي یانې دوبی وي او ورځي لویي وي، خو جنوبي سیمو کې شپې لویي وي او یخ وي یا ژمی وي، خو برعکس کله چې شپږ میاشتي وروسته جنوبي قطب کې ورځ کېږي، نو جنوبي سیمو کې ورځي لویي وي او هوا ګرمه وي یانې دوبی وي، خو شمالي سیمو کې شپې لویي وي، هوا یخه وي او ژمی وي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *