د انسان د بدن لپاره د اوبو څښل څه ګټې لري؟

 د انسان د بدن لپاره د اوبو څښل څه ګټې لري؟

د اوبو څښل د انسان د روغ او سلامت بدن ضمانت کوي. د دې تر څنګ زیاتې ګټې هم لري چې لاندې مو رالنډې کړې دي.

  • د انسان په پوستوکي باندې د اوبو اغېز: باید وپوهېږو چې اوبه د انسان د بدن لپاره زیاتې ګټې لري. د پوستوکي د پاکوالي سبب کېږي او زهرجن مواد باسي. نو له همدې امله پوستوکي ته یو طبیعي شفافیت ورکوي. د دې تر څنګ د پوستوکي هجرې پنډوي او د ځوانۍ حالت ته یې راګرځوي. همدارنګه کولای شو ووایو چې د اوبو څښل په پوستوکي کې د ویني جریان زیاتوي.
  • اوبه په زړه هم اغېز لري: هره ورځ منظم د اوبو څښل کولای شي د زړه د حملې مخنیوی وکړي یا یې کم کړي. د امریکا د ایپيډيمولوژي ژورنال کې خپاره شوي: هغه کسان چې په ورځني ډول ۵ ګلاسه اوبه څښي نسبت هغو خلکو ته چې تر دوه ګلاسه کمې اوبه څښي، د زړه د حملې چانس یې ۴۱ سلنه کم دی.
  • د بدن انرژي زیاتوي: د کمو اوبو څښل ښایي د عضلاتو د ضعف، سستي، ستړیا، خوب، ککړتیا او سردردي سبب شي. اوبه کولای شي اکسیجن او نور مغزي مواد د بدن حجرو ته ولېږي، چې که ونه لېږل شي په حجرو کې ګډوډي رامنځته کوي.
  • د معدې په فعالیت د اوبو اغېز: اوبه په کلمو کې د خوراکي مادو حرکت منظموي. د هغه تر څنګ د معدې فعالیت ښه کوي او د معدې په داخل کې د ځیني معدنیاتو جذب هم د اوبو په وسیله ترسره کېږي.
  • اوبه د بدن زهري مواد له منځه وړي: که په بدن کې زهرجن مواد تشکیل شي نو اوبه یې له منځه وړي. اوبه په ادرارو کې مالګين او معدني مواد کموي او له بدن څخه ټول زهري مواد باسي. چې د انسان په ښه روغتیا کې مرسته کوي.
  • د ملادرد باندې د اوبو اغېز: د ملا په درد او درملنه کې هم اوبه پراخ رول لري.
  • د ذهني فشار په کموالي کې د اوبو اغېز: اوبه په سلو کې ۸۵ سلنه د مغز جوړښت تشکیلوي. د تږي کېدو په صورت کې د انسان د مغز فعالیت له فشار او ستړیا سره مخ کېږي. خو د اوبو څښل دا ستونزه حلوي. نو د کار او مطالعې په وخت کې له اوبو څخه ګټه واخلئ.
  • د پښتورګو او مثاني په ډبرو باندې د اوبو اغېز: څومره چې د اوبو څښل کمېږي په همغه اندازه په پښتورګو او مثانه کې د ډبرو خطر زیاتېږي. اوبه په پښتورګو کې د ډبرو کرستالونو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی کوي. نو د اوبو څښل کولای شي په پښتورګو او تشو متیازو کې د ډبرو رامنځته کېدو مخه ونیسي.
  • په اوږدو ناروغیو باندې د اوبو اغېز: په پورتنیو ګټو سربیره اوبه د اوږدو ناروغیو لکه د زړه انژاین، مینګرین، د وینې فشار، لوړ کلیسټرول، فشار، د ستړیا ضعیف سنډروم او… په مخنیوي کې مرسته کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *