د ساینس زور او ننی انسان

 د ساینس زور او ننی انسان

لیکنه: خالد انسان

دلته یو ډله خلک کوښښ کؤي چې د خپلو عقایدو د رښتینؤلۍ د ثابتؤلو لپاره داسې دلایلو ته لاس ور واچؤي، چې د ثابتؤلو پر ځای برعکس کار کؤي. زۀ دا نۀ وایم چې مونږ مسلمانان دې خپل عقاید رښتیني نۀ ښیو، بلکې دا ضرور وایم چې باید پۀ داسې دلایلو تکیه وکړو، چې د منلو وړ او خپلو کې تضاد ونۀ لري او خدای مکړه برعکس اغېز ونۀ لري.

دا خبر مې لۀ دې امله وکړه چې دا څو ورځې د ساینس د کمزورۍ خبر ښکته پورته کېږي او وایي چې د یؤه کوچني ویروس پر وړاندې مقابله کې ناکام دی او د ختمؤلو لپاره یې ناچاره ده. زۀ وایم چې دا دلیل ناسم ده او باید پوه شي چې هیڅکله دغسې نۀ ده. ساینس انسان ته چې کوم قوت پۀ اوس وخت کې ورکړی؛ ساری یې نشته. تاسو کې د انسان تېر تاریخ ته لږ نظر وکړئ، وباګانو او پۀ ټولییز ډؤل چې طبعي افاتو کوم خلک وژلي شمېر یې زرګونه میلیونونو انسانانو ته رسیږي. یؤې مامولي وبا کؤلی شو د څو میاشتو یا کلونو دوران کې لس میلیونه – شل میلیونه انسانان مړ کړي.

پۀ ۱۳ پېړۍ کې یؤې وبا د نړۍ څلورمه برخه(۲۰۰ میلیونه) انسانان وؤژل. همدارنګه نور طبعي افات لکه زلزلې او سمندري طوفانونو هم دومره رحم نۀ درلود. د نني ساینسي وسایلو او پرمختګونو بغیر انسان باندې یې د مرګ لوبې کؤلې او هاغه غریب یې هم پۀ وړاندې بې دمه او ناپوه وو. خو نن داسې نۀ ده! ننی انسان کؤلای شي د خپلو ساینسي پرمختګونو پۀ مټ ډېر هاغه کارونه وکړي، چې د یؤې پېړۍ مخکې انسان یې خوب هم نۀ شو لیدلی. د ثبوت لپاره یې د تېر کال د هند سمندري طوفان پۀ نظر کې ونیسئ. د طوفان لۀ راتګ مخکې ۲ میلیونو انسانانو د هغې وړاندوینې پر بنسټ خپل کورونه پرېښودل، چې ساینسي وسایلو کړې وه او پایله دا شؤه چې د هغو ټول ژوند وزغورل شو. که دا طوفان پۀ تېر وخت کې راغلی وی، د کورونو او ودانیو د تباهۍ تر څنګ به یې څومره انسانان وژلي وای پۀ اړه یې تاسو ښۀ فکر کؤلی شئ.

بله بېلګه یې د کرونا د نني وایروس درواخلئ! کرونا چې یؤه ژوند ګواښونکې ساري ناروغي ده، چې د چین لۀ ووهان ښار څخه ټولې نړۍ ته خپره شؤه. دې ساري ناروغۍ پۀ تېرو څو میاشتو کې ۵۰۰۰ انسانان وؤژل او همدارنګه د یو لک څخه پورته کسان یې پدې ناروغۍ اخته کړل. خو تاسو داسې فرض کړئ، چې کرونا وایروس پۀ ۱۳ پېړۍ کې د انسانانو تر منځ خپور شؤی وی، د ورځ به یې څومره وژل او څومره به خپرېده. مالومه خبر ده چې بغیر لۀ نني ساینسي پرمختګونو به یې د ورځ پۀ لسګونه زره خلک د مرګ کومي ته ورټېل وهل. خو دا چې نن لیبارټریانې، منظم پرمختللي روغتونونه، پروفیسران، پرمختللی وقایؤي طب او دواګانې شته؛ کرونا د دوه میاشتو دوران کې ټول ټال ۵۰۰۰ انسانان وژلي، چې بغیر د امکاناتو به دا شمېره پۀ داسې لۀ نفوسو ډک ښارونو کې ۵۰ یا ۶۰.میلیونه وی او د لامل او علاج به یې هم کوم درک نۀ لګېده.

غواړم دریېمه بېلګه هم یاده کړم، چې ساینس څنګه د ژوند پۀ هیلو کې تغیر راوست. د ۱۹ پېړۍ د لومړیو لسیزو پۀ دوران کې د یو امریکایي انسان د ژوند هیله(Life expectancy) پۀ منځني ډؤل ۴۷ کاله وه. خو دا شمېره پۀ ۱۹۷۰ کلونو کې د نرانو ۷۱ او د ښځو ۷۵ کلونو ته لوړ شؤه او د کار د ساینسي پرمختګونو او وسایلو برکت وه/ده.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *