څنګه سهار وختې را پورته شو؟ شپږ ساده لارې

 څنګه سهار وختې را پورته شو؟ شپږ ساده لارې

که چېرې ماښام تر ډېره فعالیت ولرو یانې ژر ویده نشو نو دا نه یوازې دا چې تاوان لري، بلکې سهار به هم ناوخته له خوبه پاڅېږو. له دې به تېر شو، ایا تاسو غواړئ چې سهار وختي له خوبه پاڅئ؟ اسانه به نه وي مګر که وغواړئ اسانه هم ده، مونږ دلته درته داسې لارې ښیو چې مثبتې پېژندل شوې دي.

دا لارې په لاندې ډول دي:

  • باید ماخستن وختي ویده شئ: د خوب متخصصین سپارښتنه کوي چې ماخستن وختي ویده شئ تر څو سهار له زنګ وړاندې پاڅېږئ، دوی وایي چې دا کار باید دوامداره وي، ځکه په یوه ورځ یا څو ورځو سره نشي کېدای چې عادت شئ.
  • له وړانګو نه مثبته ګټه واخلئ: ستاسو بدن یو ساعت ته ورته سیستم لري، چې ستاسو د بدن ټول سیستمونه تنظیموي، تاسو کولای شئ دا ساعت داسې منظم کړئ، څنګه چې یې وغواړئ. تر ټولو مهمه لا دا چې دا ساعت د وړانګو په وړاندې ډېر حساس دی، مثلاً د ملاتونین هورمون چې د خوب لامل کېږي، د لمر له وړانګو سره ډېره اړیکه لري. تاسو کولای شئ په دې ډول باندې له وړانګو ګټه واخلئ. مثلاً ابي رنګه وړانګي چې تلفون او کمپیوټر یې تولیدوي، له خوب وړاندې ترې هیڅ ګټه مه اخلئ، خو هغه ګروپونه چې لمر ته ورته وړانګي تولیدوي، د خوب په وخت کې ترې ګټه واخلئ، چې دغو ته د شپي یا خوب ګروپونه هم وایي.
  • د خوب کولو لپاره یوه اراموونکې برنامه ولرئ: یوازې د ګروپ بندول نشي کولای تاسو په اسانۍ ویده کړي، که غواړئ چې په اسانۍ ویده شئ نو له داسې برنامو څخه کار واخلئ چې مغز ته د خوب سیګنال رسوي؛ مثلاً ژور تنفس کول، کتاب لوستل او نور داسي اراموونکي کارونه کول.
  • مثبت فکر کول: مثبت فکر کولای شي تاسو له نااراموونکي حالت څخه وساتي، نو په دې سره تاسو کولای شئ ښه خوب هم ولرئ.
  • په ځان باور ولرئ چې لوړې موخې لاسته راوړلای شئ: په ځان باور د ډېرو نورو ګټو تر څنګ یوه دا ګټه هم لري چې تاسو منظم عادت کوي، مثلاً هغه کسان چې لوړې موخې لري، هغوی منظم کار کوي او له سهار وختي نه یې شروع کوي.
  • مه پرېږدئ چې خوراکي عادتونه مو د پرمختګ مخه ونیسي: څېړنو ښودلې چې هغه خلک چې ماخستن ناوخته ویده کېږي، د سهار چای نه خوري، سبزیجات کم خوري او کافین او الکول ډېر مصرفوي. د خوب وختونه مو داسې منظم کړئ چې ژر ویده شئ او ژر راپورته شئ، نو د دې لپاره تاسو خپل خوراکونه هم داسې منظم کړئ چې خوب مو ورسره منظم شي، مثلاً له خوب وړاندې کافین او الکول مه کاروئ او سهار هم د چای خوړل منظم کړئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *