هره ورځ د درېیو خورماوو خوړل څه ګټې لري؟

 هره ورځ د درېیو خورماوو خوړل څه ګټې لري؟

په ورځني ډول باندې د درېیو خورماوو خوړل، چې د نړۍ په ګرمو ښارونو کې شنې کېږي، په بدن کې ډېر زیات مثبت بدلونونو راولي. خورما د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لامل هم کېږي چې ښې بېلګې یې: د لویو کلمو سرطان څخه مخنیوی کوي، هضمي سیستم قوي کوي، انرژي تولیدوي، د زړه او عصبي سیستم د ښه والي سبب کېږي او د بواسیرو ناروغۍ مخنیوی کوي. چې هر یو یې لاندې تشریح کوو.

د لویو کلمو په سرطان د اخته کېدو کچه راټيټوي:

څېړونکو په ډاګه کړې چې خورما په بدن کې ګټورې بکتریاوې تولیدوي او د کلمو د سرطان د حجرو د پرمختګ مخنیوی کوي او د لویو کلمو د روغتیا سبب کېږي. په خورما کې د زیان رسوونکو باکتریاوو نشتون د هضمي سیستم د قوي کېدو لامل هم کېږي.

ګړندۍ او اوږد مهاله انرژي:

خورما طبیعي شکر، ګلوکوز، فرکټوز او سوکروز لري، کوم چې د ګړندۍ انرژي د تولید سبب کېږي او ټول بدن قوي کوي. د دې تر څنګ خورما طبیعي فیبر، فوتاشیم، مګنیزیم او نور ډېر اړین مواد لکه ویټامینونه او انټي اکسایډونه لري چې د بدن د لنډمهالي انرژۍ د تخریب مخنیوی کوي.

د هضمي سیستم د روغتیا لامل کېږي:

د خلکو لپاره یو له تر ټولو غوره لارو څخه چې خپل هضمي سیستم قوي کړي، د خورما خوراک دی. د برېتانیا تغذیه مجله کې د خورما په هکله معلومات خپاره شوي؛ څېړنې ښيي چې په ورځ کې د اوو خورماوو خوړل تر ۲۱ ورځو پوري د کلمو حرکات ډېروي. دا په داسي حال کې ده چې فیبر د قبضیت مخنیوی کوي او د کلمو د سمو حرکاتو او د هضمي سیستم د روغتیا لامل کېږي. دا چې خورما ۱۲ ګرامه فایبر لري نو په بدن کې د فایبر د ډېرښت لپاره یوه غوره ټاکنه ده. ځکه په دې اندازه فایبر کولای شي د بدن ۴۸ سلنه د اړتیا وړ فایبر پوره کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *