موږ “د اېمپراتوریو هدیره” نه یو، اېمپراتوري جوړوونکي یو!

 موږ “د اېمپراتوریو هدیره” نه یو، اېمپراتوري جوړوونکي یو!

لیکنه: څېړنوال عبدالغفور لېوال

-ختیځپوهنه له بنسټه ښکېلاکي پوهنه وه. په ختیځ کې یې چې په هرهېواد یا ولس کوم نوم ایښی، تر شا یې خامخا یوه ښکېلاکي موخه نغښتې ده.

افغانانو په خپل اوږده تاریخ کې پخپله هم لویې نړیوالې اېمپراتورۍ جوړې کړې دي؛ ساکي، کوشاني، غزنوي او دراني ( احمدشاهي) یې غوره بېلګې دي. ښکاره ده، چې د یرغلګرو اېمپراتوریو په وړاندې یې د خپل هېواد د خپلواکۍ ساتنه هم کړې ده. پخوا همدا د نړیوال سیاست اصل و، چې یا به دې د لښکرو په زور اېمپراتوري جوړوله او یا به دې هم د وسلې په زور له نورو اېمپراتوریو ځان ساته او افغانانو دا دواړه کړې دي. اوس پوښتنه دا ده، چې ختیځپوهانو ولې افغانستان د اېمپراتوریو جوړوونکی نه دی بللی، چې “داېمپراتوریو هدیره” یې بللی؟ دا پوښتنه جدي ده، علمي او منطقي ځواب غواړي. څو شېبې مو احساسات یوه اړخ ته کېږدئ. تر دوهمې نړیوالې جګړې روسته د نوې نړۍ د برترۍ او کمترۍ، پرمختګ او شاته پاتې والي، پیاوړتیا او کمزورۍ معیارونه بدل شول. د نویو نړیوالو حقایقو پر بنسټ، هغه ولسونه اېمپراتورۍ جوړولای شي، چې پوهه، تولید، اقتصادي ځواک، پیاوړی او ولسواک حاکمیت، پر ملي یووالي باورمن ولس او د لوړشعور خاوندې پرګنې ولري.

په نوې زمانه کې د خپلو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په وژلو نه اېمپراتوري جوړیږي او نه هم ړنګیږي. خپل خلک په بمونو الوځول یرغلګرې اېمپراتوري هدیرې ته استولای نه شي. ختیځپوهان ریښتیا هم د افغانانو له یووالي، ویښتیا، روښانتیا، بدلون، سولې، پیاوړتیا، اقتصادي ځواک، تولید، موډرن ملي حاکمیت جوړولو او پیاوړي سیمه ییز حضور نه وېرېدل، ځکه یې د دوی هېواد “داېمپراتوریو هدیره” ونوماوه. په دې نوم کې نه یوازې دا چې کوم ویاړ و شرف نه دی نغښتی، بلکې سراسر پېغور، درواغ او د اپیمو د پیچکارۍ په شان ژور غفلت ته ورټېل وهونکی هم دی. اول، د چا ښکلي هېواد ته “هدیره” ویل، تر ټولو لوی سپکاوی دی، یعنې د مړو هېواد.

د ویرې هېواد، ناخوځند، بې ګټې، بې فرهنګه، بې هنره، بې ښکلا، بې ارزښته او د کرکې و نفرت ځای. دوهم، موږ د هدیرې اوسېدونکي هیڅکله باید د ژوند په اړه فکر ونه کړو، یوازې ووژنو او یا ووژل شو! د هدیرې خلک نو څه د ژوند حق لري؟ زموږ احمقانه باټول، په غیرت راوستل او هڅول چې باید ووژنو، ووژنو او که په بل چا مو وس نه رسیږي، نو خپل ماشومان حلال کړو، ځکه په غوږ کې یې راته ویلي دي: شاباس ! د اېمپراتوریو هدیرې ! هله ! انګریزانو هېندوستان زبېښه او نوم یې پرې د (سرو زرو مرغۍ ) ایښی و. پارس یې زبېښه او نوم یې پرې د تمدن او فرهنګ ټاټوبی ایښی و، مصر یې زبېښه او نوم یې پرې د عجایبو هېواد ایښی و، موږ یې نه زبېښلو، خو له راوېښېدو مو سخت وېرېدل او د دې لپاره چې د هدیرې د مړو په شان مو په ابدي خوب ویده کړي، پر موږ یې (داېمپراتوریو هدیره) نوم راپېرزو کړ. دوی نه غوښتل موږ اېمپراتوري جوړوونکی ولس وبولي، دوی له موږ نه د عقلانیت، پوهې او یووالي تاریخي عظمت په لوی لاس هېراوه. هو ریښتیا، د هدیرې اوسېدونکي خو حافظه نه لري!

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *