بیل ګيټس: نه بیټ کواین لرم او نه هم ورسره علاقه لرم

 بیل ګيټس: نه بیټ کواین لرم او نه هم ورسره علاقه لرم

بیل ګيټس په یوه مرکه کې د بیټ کواین په هکله وویل؛ نه له بیټ کواین څخه ګټه اخلم او نه هم په دې اړه کوم ځانګړی دریځ لرم.

بیل ګیټس چې د مایکروسافټ شرکت بنسټ اېښودونکی دی او د نړۍ له شتمنو کسانو څخه شمېرل کېږي، وایي چې علاقه نه لرم تر څو له بیټ کواین څخه ګټه واخلم.

بیل ګیټس چې د نړۍ د اغېزناکو کسانو په ډله کې هم شمېرل کېږي له زیاتې مودې راهیسي یې مایکروسافټ شرکت پرېښی او د بیل او ملینډا ګیټس په نوم خیریه بنسټ لري.

هغه د ډېر وخت لپاره د نړۍ د سرمایه لرونکو کسانو په لیست کې لمړی ځای درلود، خو په ۲۰۱۸م کال کې د امازون شرکت مشر جیف بیزوس ترې دا ځای ونیو. د یادوني وړ ده چې اوس د سپیس ایکس او تسلا شرکتونو مشر ایلان ماسک د نړۍ تر ټولو زیات سرمایه لرونکی کس بلل کېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *