ایا کولای شو په نورو کهکشانونو کې ژوند وکړو؟

 ایا کولای شو په نورو کهکشانونو کې ژوند وکړو؟

څېړونکي له زیاتي مودې راهیسي د کائیناتو په اړه څېړنې کوي، دا به سخته وي چې له شیدو لا کهکشان نه بهر داسې سیاره پیدا کړو چېرته چې ژوند کول ممکن وي او که پیدا یې هم کړو نو هلته تګ به ښایي د ناممکن تر پولې ورسېږي. نو راځئ خپل شیدو لار کهکشان وګورو چې دلته په کومه اندازه سیارې شته چې په کې ژوند وکړای شو.

له ډېرې اوږدې مودې راهیسي څېړونکي د شیدو لار کهکشان په اړه څېړنې کوي، دوی وایي چې په شیدو لار کهکشان کې له ۱۰۰ نه تر ۴۰۰ میلیارده پورې ستوري موجود دي او حداقل د هر ستوري لپاره یوه سیاره هم شتون لري که دا د نړۍ په انسانانو ووېشو، نو هر انسان ته به تر پنځلس ډېر ستوري او سیارې ورورسېږي. نو په دومره زیاتو سیارو کې ښایي ډېرې داسي سیارې هم شتون ولري چېرته چې ژوند ممکن وي.

په راتلونکي کلونو کې به د کائیناتو په اړه د څېړنو وسایل لا قوي شي او ښايي وکولای شو د سیارو په هکله لا ښې څېړنې وکړو او د ځمکې په څېر سیارې ومومو. خو دلته یوه بله مهمه خبره د نورو هوښیارو ژوندیو موجوداتو شتون هم دی. تر دې مهاله په شیدو لار کهکشان کې د ۳۶ تمدونونو د شتون اټکل شوی دی، او څېړونکي په دې باور دي چې د هر تمدن تر منځ حداقل ۱۷ نوري کلونه واټن موجود دی، نو له همدې امله دا ډېره سخته ده چې له یو بل سره په اسانۍ وپېژني او اړېکې جوړې کړي.

کریسټوفر کانسلیس چې د بریتانیا په ناتیګهام پوهنتو کې پروفیسور استاد دی وایي؛ که مونږ مطمئین شو چې په نورو سیارو کې هم ژوند ته دوام ورکولای شو، نو بیا به باوري اووسو چې انساني تمدن لا هم تر سلو پېړیو زیاته موده په کائیناتو کې پاتي کېدای شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *