بس همدا، همدې ته وايو: ((افغانیزم)) | عبدالغفور لېوال

 بس همدا، همدې ته وايو: ((افغانیزم)) | عبدالغفور لېوال

لیکنه: عبدالغفور لېوال

د فیلوسوفي تاریخ د بشریت د افکارو تاریخ دی، چې پر اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او عقیدتي بنسټونو یې تجربي تکامل کړی دی. دا د بشریت ګډ میراث دی، زموږ له خاورې هم څه کسانو په کې برخه لرلې ده؛ ابن سینا و البیروني و مولانابلخي و پیرروښان و خوشال و افغاني سیدجمال الدین و غني خان و دکتورمجروح یې بېلګې دي، چې موږ یا تکفیر کړي، یا تبعید کړي یامو لیوني ګڼلي یا مو هم وژلي دي. موږ د افغاني تفکر تاریخ نه لرو، پرځای یې د جګړو او وژنو تاریخ لرو. وژلي مو هم خپل دي، پردیو لمسولي یو، د پردیو افکارو شخړه یې زموږ لاسونو ته راوستې او بیا یې په لاسونو کې وسلې راکړې دي. افغاني تفکر همدلته پر افغاني جغرافیا، د افغاني تولید، کار، راکړې ورکړې، ټولنیز و فرهنګي تعامل په پيچومو کې تکامل کړی نه دی. موږ کله کله هڅه کړې، چې پردي افکار او باورونه په زوره راوارد او دلته دود کړو، له همدې ځایه د افکارو ټکر رامنځته شوی.

د افکارو ټکر و تصادم عصبیت رامنځته کړی، عصبیت لاسونه خوځولي او لاسونو ته پردیو دوښمنانو تورې و ټوپک ورکړي، بس بیا مو نو د خپلو بچو د وینو سیندونه بهولي دي. موږ سیاست نه دی پېژندلی، سیاست مو د پردیو افکارو د ټکر له لارې د پردیو وسلو په جنګولو کې ګڼلی او وژل مو کړي دي. موږ، چې د فکرکولو تمرین( پرېکټېس) نه لرو، نو دا منلی نه شو، چې پخپله دې هم د فکري لارې رامنځته کولو توان ولرو، یا دې خپل سیاسي لیدلوری ولرلا ی شو، داسې چې: په خلکو کې د خپلو سیاسي طرحو پر بنسټ باور رامنځته کړو او بیا د دې باور په زور له خپلو اوبو خپله زمکه شنه کړو، له خپلو اقتصادي سرچینو او بشري ځواک په ګټنې ملي اقتصاد پیاوړی کړو او له دې لارې ملي اقتدار رامنځته کړای شو.

بس همدا. همدې ته وايو: ((افغانیزم)).

افغانیزم، د افغاني فکر د زړي کرل، پر همدې زمکه و خاوره و اوبو او تولیدي اړیکو د ټولنیزو ـ فرهنګي ارزښتونو په پام کې ساتلو سره یې تکامل او د ریښتني افغاني اقتدار رامنځته کول دي. داسې فکر لاسونه په کار و تولید کې تڼاکې کوي، په خپلو لاسونو یو د بل ماشومان په پردیو ټوپکو او بمونو نه وژني. که بیا هم حللاره غواړئ، حللاره (افغانیزم) ده. که افغانیزم نه پېژنئ، نو خپله فکر وکړئ او هرڅوک دې یې له خپله انده تعریف کړي. که دا نه منئ او تاسو د افغاني تفکر تاریخ، تکامل یایې علمي ـ تاریخي تسلسل پېژنئ، ما هم پرې خبر کړئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *