څنګه په خوشحاله توګه ژوند وکړو?

 څنګه په خوشحاله توګه ژوند وکړو?


هره خبره په ځان ډېره ګرانه مه ګڼئ،تیروتني ومنئ،خو غم يې نور مه خورئ ، تیروتني لیدل او منل د رښتني بریالیتوب وسایل دي. تل چمتو او خوځنده اووسئ.

اصلأ له ژوند او چاپېریال سره د جوړښت شرط همدا ده چې انسان دې به هر ډول ستونزو ته چمتو وي او د ستونزو په ليدلو خوځښت او تحریک ولري، کنه په يوه ستونزه به نورې ستونزي هم موندل کیږي.

خوځښت په دې معنی نه چې انسان بي پلانه هسی ګرځي، راګرځي. بلکي د هر کار لپاره پلان درلودل هم يو تحریک دی. د تحریک يو اړخ دا هم دې چي که د حل کومې لاري پايله نه درلوده،بدله یې کړئ.د ستونزو په وخت کي په خيالونو کې ډوبيدل،نه چمتوالی دی او نه هم خوځښت.

د روحي ارامتیا يو مثبت اړخ دا دې چې دستونزو په وړاندي فعالیت وښودل شسي،نه دا چې د خيال او وهم نړۍ ته ور څخه تېښته وسي. نورو سره د خوښي اړيکي ولرئ،په ګوښه کي مه وسېږۀ،له نوره سره کډ کار وکړئ تر څو له خپل ژوند څخه د عملي اړخ تصوير ولرئ.

له ټولنې سره ګډ ژوند ولرئ. په ټولنه کي کار وکړئ،د خپلې ټولنې او ملګرو د برياليتوب په فکر کي له خيال او چرت څخه خلاسیدای سی ،علمي او فرهنګي کارونه په ټولنه کي ارزښت لري،نوخپل کار د ټولني لپاره او په ټولنه کي وکړئ. ښه ژوند هغه دی چې څوک خپل استعداد ته په ټولنه کي له چاپریال سره په جوړښت وده ورکړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *