له مریخ نه به د ډبرو نښې ځمکې ته راوړل شي

 له مریخ نه به د ډبرو نښې ځمکې ته راوړل شي

ناسا غواړي هغه ډبرې او خاوري چې د perseverance روبوټ له لوري په مریخ کې راټولېږي، په راتلونکي ماموریتونو کې ځمکې ته راوړي.

یاد روبوټ چې د روان کال د فیبروري میاشتي په اتلسمه نېټه مریخ ته ورسېد، تر دې مهاله تر ټولو پرمختللی روبوټ دی چې د انسانانو په لاس بلې سیارې ته لېږل کېږي. دا روبوټ د دې وړتیا لري چې هر ډبره او یا خاوري چې په اړه یې څېړنې کوي، سم تجزیه او تحلیل کړي.

ناسا وایي چې د دې روبوټ په وسیله راټولي شوې نمنې به په راتلونکې ماموریتونو کې د لا ښې څېړنې په موخه ځمکې ته راوړي.

ناسا او اروپایي فضایي څېړنو ادارې د دې نمنو د راوړلو لپاره له یوه شخصي شرکت سره چې نوم یې Northrop Grumman دی، قرارداد کړی. دوی وایي چې دې شرکت په مرسته به دوی وکولای شي یادې نمنې ځمکې ته راړوي.

د ناسا او یاد شرکت تر منځ دغه قرارداد ۸۴.۵ میلیونه ډالر ارزښت لري.

یاد روبوټ اوس د مریخ په جزیرو کې ګرځي، ویل کېږي چې دغه روبوټ به په مریخ کې د تېر ژوند په هکله څېړنې وکړي، خو که کومه مهمه ډبره یا نښه یې پيدا کوله، نو هغه به راټولوي او ساتي به یې، تر څو په راتلونکې کې یې ځمکې ته راوړل اسانه شي.

د نمنو د بېرته راوړلو لپاره به دوه فضایي راکټونه مریخ ته لېږل کېږي، یو به یې په مدار کې پاتي کېږي، او دوهم به د مریخ سطحې ته ښکته کېږي، تر څو له یاد روبوټ سره لیدنه وکړي او د هغه په وسیله راټولې شوې ډبرې ترې راواخلي، له هغه وروسته به د مریخ مدار ته پورته کېږي، او یادې نمنې به دوهم فضايي راکټ ته تسلیموي، تر څو هغه یې ځمکې ته راوړي.

ټاکل شوې ده چې دغه ماموریت په ۲۰۲۶م کال کې پیل، په ۲۰۲۸م کال کې به له مریخ نه نمنې راواخلي او په ۲۰۳۱م کال کې به بېرته ځمکې ته راشي.

دا لمړی ځل دی چې له مریخ نه د نمنو د راوړلو هڅه کېږي او ناسا هم خوښې ښودلي چې د نمنو راوړلو لپاره یو قدم نور هم نږدې شوي یو.

دا چې دا په ټول تاریخ کې لمړی ځل دی چې انسانان له مریخ نه نمنې ځمکې ته راوړي نو ښایي د ماموریت په وخت او مصارفو کې هم تغیر راشي، چې د حیرانتیا وړ خبره نده.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *