ناسا: په مریخ کې الوتکه الوتنې ته اماده ده

 ناسا: په مریخ کې الوتکه الوتنې ته اماده ده

د امریکا فضایي څېړنو اداره یا ناسا وايي هغه الوتکه یې چې له perseverance ماموریت سره مریخ ته لېږلې وه، په روانه اپرېل میاشت کې به یې د مریخ په سطحه الوتنه وازمایي. دا الوتکه د اینجنیویتي په نوم یادېږي او ۱.۸ کلیو ګرامه وزن لري. ویل کېږي چې دا الوتکه ډېره سپکه ده او کولای شي د مریخ په نرې اتموسفیر کې الوتنه وکړي.

دا هلکوپټر الوتکه د فیبروري میاشتې په اتلسمه نېټه مریخ ته ورسېده او د دې سیارې په ګودالي نومې جزیره کې کښته شوه.

ناسا د دې الوتکې تازه انځورونه خپاره کړي دي او په هغو کې معلومېږي چې نوموړي الوتکه د مریخ په سطحه ښکته شوې ده او الوتنې ته اماده ده. دوی وایي چې دا الوتکه د مریخ ګرځېدونکې روبوټ په وسیله له ځمکې سره وصل ده.

د الوتکې اصلي انځور چې تېره ورځ د ناسا له لوري نشر شوی

د ناسا انجینرانو د دې هلکوپټر د الوتنې لپاره لس متره په لس متره کې ځمکه معاینه کړي او یو مناسب ځای یې ورته پیدا کړی. دوی وایي چې دا په مریخ کې لمړنی هوایي میدان دی چې اینجنیویتي الوتکه به پکې پروازونه او ناستي وکړي. په راتلونکې میاشت کې به مونږ د دې الوتکې د لمړۍ الوتنې وېډیوګانې او انځورونه هم ولرو.

دا الوتکه دوه متره مربع اندازه لري، چې سرعت یې هم د ځمکې تر مسافروړونکو الوتکو زیات دی. د ناسا انجینران وایي چې لمړی پرواز به یوازې د ۳۰ ثانیو لپاره وي، چې له یوې دورې وهلو وروسته به بېرته ناسته وکړي.

دا لمړی ځل دی چې ناسا په مریخ باندې د الوتکې الوتنه ازمایي، ویل کېږي چې دغه الوتکه به په مریخ کې له موجود روبوټ سره په څېړنو کې د پام وړ مرسته هم وکړي.

که چېرته دغه الوتکه بریالۍ شي، نو ناسا به په راتلونکو ماموریتونو کې نورې الوتکې هم دغې سرې سیارې ته ولېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *