هغه لیزر چې، د پټو شیانو د پيدا کولو وړتیا لري؛ په چین کې جوړ شو

 هغه لیزر چې، د پټو شیانو د پيدا کولو وړتیا لري؛ په چین کې جوړ شو

مهر خبري اژانس د ډیلي میل ورځپاڼې په حواله لیکلي، د چین یوې څېړونکي ډلې د یو اپارتمان په یوه خونه کې ماین پټ کړ او وروسته یې لیزر خونې ته ور واچول. د وخت په تېرېدو سره یې پټ شوی ماین د لیزر په واسطه پيدا کړ. همدارنګه لیزر عملیات د دښمن په پيدا کولو کې هم مرسته کوي. نوموړی د NLOS په نوم سره یادیږي، نظامي ځواکونه کولای شي، د دښمن د تعقیبولو لپاره په عملیاتو کې کار ځیني وخلي. همدارنګه په هغو موټرانو کې چې خپله چلیږي، استفاده ځیني کیږی. په چین کې د ټیکنالوژۍ څیړونکي ډله وایي، نوموړی لیزر یې د چین پردیس پوهنتون په کې جوړ کړی او وروسته یې د یو اپارتمان شاته د یو کیلو متر په واټن کې یو پټ شوی ماین باندي پیدا کړی دی. کله چې لیزر واچوي نو د لیزر عکسونه روښانه کیږې او د څه وخت لپاره په حرکت کې وي، وروسته بیرته راستانه کیږي. د عکسوتو د حرکت په وخت کې لیزر کولای شي چې پټ شی پیدا کړي، په تیرو وختو کې به یې یواځي د لس ۱۰ پوټه په واټن کې پټ شی پیدا کولای شوای، خو اوس دا اندازه تر یو کیلومتر پوري رسیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *