اپوفیس اسماني ډبره، به تر راتلونکي سلو کلونو پورې له ځمکې سره ټکر ونه کړي.

 اپوفیس اسماني ډبره، به تر راتلونکي سلو کلونو پورې له ځمکې سره ټکر ونه کړي.

ناسا اعلان کړی چې، سیارک آپوفیس به تر راتلونکو سلو کلنو پوري له ځمکې سره ټکر ونه کړي.

د ایسنا په راپور او د ډیلي میل په حواله، ناسا اعلان کړي دی، ځمکې ته نږدي یو جرم چې تصور کیږي، په ۲۰۶۸ کال کې به زموږ له سیاری سره ټکر وکړي. خو لږ تر لیږه تر راتلونکو سلو کلنو پوري به له ځمکې سره ټکر ونه کړي.

وروسته له هغه چی سیارک اپوفیس د دی میاشتي په پیل کې ځمکې ته نږدي تیر شو. ناسا وکولاي شو، په دې اړه څیړني وکړي. څیړونکو د اپوفیس حرکت تعقیب لپاره راډیو انتن وکارول. دوي وموندله چې، د سیارک تاثیرات هغه نه و، کوم چې یې تصور کېدو.

البته امکان لري، په ۲۰۲۹ کال کي اپوفیس د دوهم ځل لپاره بیرته را وګرځي. مګر نوي وړاندوینې ښیي، دا سیارک به له ځمکې څخه تقریباً ۲۰ زره میله لرې تیریږي، چې دا یوه خوندي فاصله ده.

په لومړي ځل سیارک آپوفیس په ۲۰۰۴ کال په جون میاشت کې د رصدخانه ملی کیت پیک (KPNO) کې د ستورو پیژنونکو لخوا کشف شو.

څیړونکو له هغه وخت راهیسي د سیارک ټول حرکات تر څیړني لاندي نیولي دي. تر څو د سیارک د ټولو حرکاتو په اړه معلومات لاسته راوړي.

د پیش رانش جت ناسا ازمایښت ځای(JPL)څیړونکي مارینا بروزوویچ” (Marina (Brozović ویلي، که څه هم آپوفیس ځمګې ته نږدی شوي ده. مګر اوس هم تقریباً ۱۷ میلیونه کیلو متره زموږ له سیاري څخه لري ده.

موږ کولاي شو، چې د ځمکي او د اپوفیس د فاصلي په اړه ډېر مهم معلومات لاسته راوړو.

هغه زیاته کړه: “چې دې څیړنو نه یوازې د خطر احتمال له منځه وړلو کې مرسته وکړه، بلکې موږ ته یې په زړه پورې علمي فرصت هم برابر کړ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *