ماخستن ناوخته ډوډۍ خوړل لاندي زیانونه لري؛ وختي یې وخورئ

 ماخستن ناوخته ډوډۍ خوړل لاندي زیانونه لري؛ وختي یې وخورئ

وختي د ماخستن  ډوډي خوړل د روغتیا لپاره څه ګټې لري؟

مطالعاتو ښودلي، ناوخته د ماخستن ډوډۍ خوړل د کالري د زیاتوالي، د وزن زیاتوالي او د شکر د زیاتوالې لامل کیږي. چې دا د انسان د روغتیا لپاره ډیر خطرناک  دی.

همدارنګه مطالعاتو ښودلي، هغه خلک چې ماخستن  ناوخته ډوډۍ خوري، د نورو په پرتله  20 سلنه ډېر د وینې شکر په ناروغۍ آخته کیږي او د بدن د غوړ سوځېدنه یې 10 سلنه را ټیټیږي.

وروستۍ مقاله چې د امریکا د متحده ایالاتو د Endocrinology او میتابولیزم ژورنال کې خپره شوي، ناوخته د ماخستن ډوډۍ خوړل د روغتیا لپاره ډیره زيانمنه ګڼل شوي. مګر تر ټولو خطرناک زیان یې د بدن د میتابولیزم پروسه ګډوډول دي. ناوخته ډوډۍ خوړل کیدای شي، په خوب کې جدي ستونزي منځته راوړي. د ترسره شوي مطالعاتو په اساس، هغه خلک چې د سهار چای او د غرمي ډوډۍ سمه نخوري، د ګلوکوز او د غوړ میتابولیزم د مشکلاتو سره مخ کیږي. همدارنګه دا په روغو او هغه کسان کې چې وزن یې زیات وي هم لیدل کيږي. ډاکتران وایي، له کار څخه د راتللو وروسته د هوټل ډوډۍ او یا هم د کالري بډایه خواړو، خوړلو په ځای باید صحي خواړه، وخوړل شې لکه، سلات، مستي، ترکاري او یا هم کورنۍ ساند ویچو چې کمه کالري ولري وخوړل شې، سوپ، هګۍ، ماهیان او داسي نور .

ښه به وي چې قوي خواړه د سهار له طرفه وخوړل شي او د ماخستن ډوډۍ کې باید کم کالري لرونکي خواړه وخوړل شې.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *