د انشتاین د مغز او نورو انسانانو د مغز تر منځ توپیر کشف شو

 د انشتاین د مغز او نورو انسانانو د مغز تر منځ توپیر کشف شو

له ۱۹۰۵م کال راپدېخوا د انشتاین د څلورو لیکنو له خپریدو وروسته څرګنده شوه چې، نوموړي خپل مغز ډېر فعال او مصروف ساتلي دي. ساینس پوهانو د انشتاین د ذهن په تړاو څېړنې کړي او دا لیکنه تېره اونۍ د چین په ختیځ کې د نرمال پوهنتون د ساینس پوهانو له لوري وړاندي شوه. په انځورونو کې د انشتاین مغز تحلیل شوی و، او دې ساینس پوهانو ویلي چې، د انشتاین مغز د نورو خلکو له ذهن سره توپیر لري.

د دې څېړنې پر بنسټ، د آلبرت انشتاین د مغز چپ او ښي اړخونه په غیر عادي ډول، یو له بل سره ښې اړیکي لري او دا ځانګړتیا کېدای شي، د انشتاین د نبوغ لامل شوي وي.

 “ویوی من ” د چین ختیځ زون د نرمال پوهنتون د فزیک برخې همکار، دا څیړنه مثبت ګام بولي او دا لمړی ځل و چې، انیشتاین مغز څیړل شوی. «دین فالک» د کلفوریډا د ایالتي پوهنتون انسان پيژندونکی وايي،  دا څیړنه په حقیقت کې د نورو برخو او نورو څیړنو څخه ډیر توپیر لري. د انشتاین د مغز منځ په کې معاینه شوی دی. دا څیړنه نوي معلومات وړاندي کوي چې، د انشتاین د مغز سطحي او پوهې د لوړوالي لاملونه په ګوته کوي.

 په 1955 م کال کې د انشتاین له مرګ څخه څو ساعته وروسته په پرنسټن پوهنتون کې د ټاس هاروي په نوم یو رنځپوه د انشتاین په مغزو کې یوه معاینه هم ترسره کړي. که څه هم هغه د خپلې څیړنې لپاره د انشتاین د مغزو ځینې برخې غوڅې کړي هم دي. په 2010 کې د انشتاین دماغ پاتې برخه، د روغتیا او درملو ملي موزیم ته ډالۍ شوي دي. د دې ټیم څیړونکو په ډاګه کړه، د انشتاین د نیمي مغزي کرې ترمنځ اړیکې د زړو او ځوانو کنټرول ډلو په پرتله خورا پراخي وي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *