ورزش مو عمر ډېروي؛ دا چې څومره او څنګه؟ دلته یې ولولئ

 ورزش مو عمر ډېروي؛ دا چې څومره او څنګه؟ دلته یې ولولئ

ښايي تر میلیون مو هم زیات ځله اوریدلي وي، چې ورزش د انسان بدن ته ګټه رسوي. دلته به یې د بدن لپاره نورې مهمې ګټې بیان شي:

  1. له تاسو سره مرسته کوي، تر څو ښه په ارامه ویده شئ.

تازه څېړنو ښودلي چې، ورزش کول له موږ سره مرسته کوي، تر څو په ارامه ویده شو. دې څېړنو ښودلي، په منځني ډول له ۱۰ تر ۲۰ دقیقو ورزش کول له ۳ تر ۴ ورځو په اونۍ کې، له تاسو سره مرسته کوي تر څو په ارامه خوب وکړئ. دا ورزش باید د ورځي په جریان کې وشي یا هم له غرمې وروسته؛ د خوب نه مخکي یانې ماخستن باید ونشي.

  • د ناروغیو مو مخنیوی کوي، همدارنګه د ژر زړښت مخه مو نیسي.

ورزش د ډېرو ناروغیو مخه نیسي او عمر مو ډېروي. ستاسو د بدن غړي ښه ساتي او د ستاسو وړتیا لوړوي. هغه ناروغۍ چې د بدن د هډوکو، پوست د کمزوري کېدو او زړه د دریدو لامل کیږي، مخه یې نیسي.

  • 3.    جوړښتونه، هډوکې او ستاسو د بدن غړي روغ ساتي.

هر څومره چې مو عمر لوړیږي، ستاسو د هډوکو کمزورتیا ډیریږي. په منظم ډول ورزش کول د دې ستونزې مخه نیسي. منظم ورزش کول له تاسو سره مرسته کوي، تر څو ځواکمن واوسئ او خپله وړتیا تر ډېره وساتئ.

  • 4.    ستاسو دفاعي سیستم پياوړی کوي. څېړنو ښودلي چې ورزش کول ستاسو د دفاع سیستم پیاوړتیا لوروي. په لوړ عمر کې دفاعي سیستم په خپله کمزوری کیږي. له همدي امله انسان په ډېری ناروغیو اخته کیږي. ورزش، قدم وهل او داسي نور… کولای شي ستاسو دفاعي سیستم ځواکمن کړي.
  • حافظه مو پیاوړي کوي،

څېړونکي وایي هغه کسان چې منظم ورزش کوي، حافظه یې پیاوړي وي. او د تمرکز پیاوړتیا یې زیاته وي. په اونۍ کې درې ورځي ۴۵ دقیقي قدم وهل، له تاسو سره مرسته کوي، تر څو ستاسو هوښیارتیا زیاته شي.

  • ستاسو جنسي پياوړتیا لوړوي،

دا یو حقیقت دی چې، په منظم ډول ورزش کول ستاسو جنسي پیاوړتیا زیاتوي او عضلي مو پیا وړي کوي.

  • عصبي فشار، خپګان او تشویش مو راکموي،

ورزش کول مو خپګان، تشویش او عصبي فشار راکموي. له یو ساعت تمرین وروسته ستاسو بدن انوروفین تولیدوي، چې د عصابو د ارامښت لامل کیږي. د ورزش بله داده، تاسو مناسب خوراک ته هڅوي. ورزش د ځینو څېړنو له مخې، د خپګان ناروغۍ د درملني تر ټولو ښه لاره ده.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *