لویدیزو ختیځپوهانو هېندوستان ” زرینه مرغۍ” بلله او افغانستان یې د هېندوستان دروازه | عبدالغفور لېوال

 لویدیزو ختیځپوهانو هېندوستان ” زرینه مرغۍ” بلله او افغانستان یې د هېندوستان دروازه | عبدالغفور لېوال

انګریزي ښکېلاک ته پخپله افغانستان نه و پکار، هېند ته غځېدلې پرې ورسپره لاره ( ستراتيژیک موقعیت) یې پکار و، چې په هېندوستان کې د پراخ پنجاب د زمکو غلې دانې، د سکرو کانونه، پرېمانه سره زر، واښه، بشري پانګه ( وړیا کاریګر و سرتیري) او نورې سرچینې ورخپلې کړي. اېله شلمې پېړۍ، د نړۍ ښکېلاکګرو ته د افغانستان ارزښت ور وپېژاند او دوی چې لا پخوا هېندوستان، افریقا او نور هېوادونه توشپلي ول، ناڅاپه يې پام شو، چې د نړۍ تر ټولو ارزښتمنې طبیعي سرچینې په دې کوشني او وچه کې راګیر هېواد کې پټې دي. ان لا په شلمه پېړۍ کې یې وپتېیله، چې د منځني ختیځ د اېنرژۍ تر تالان روسته به، په یویشتمه پېړۍ کې، ځان افغانستان ته رارسوي.

اول یې د ( بېل یې کړه، اېل یې کړه او ښکېل یې کړه!) سیاست رامخکې کړ، نیم یې کافر کړو نیم غازیان او لوبه یې پیل شوه. بیا یې د خپلو سیمه ییزو شریکانو په مرسته سوله رانه غلا کړه. اوس لګیا دي، هماغه سوله چې همدوی رانه تروړلې ده، په خیرات کې راکوي. په بدل کې یې داسې لارې ګودرې غواړي، چې په هوا، زمکې سر او زمکې لاندې شته هره شتمنۍ رانه ولوټي. د هېندوستان په شخړه کې موږ انګریزانو ته لاره نه ورکوله، نو سره ومو وهل، هم موږ خراب شو او هم دوی. خو د افغانستان په شخړه کې زموږ د ګاونډیو زموږ تجربه په یاد وه، له ښکېلاک سره یې د انډيوالۍ، شراکت او ملګرتیا لوبه پیل کړه او دا دی نن سره په یوه خوله لګیا دي چې موږ ته د سولې خیرات راکړي.

زه به مړ یم یا ژوندی، خو تاسو دا په یاد ولرئ، چې تر دې روسته به د دې خیرات په بدل کې نوې لارې ګودرې ورخپلوي، چې له لیتیومو، یورانیومو، نایابه خاورې (د اټومي بټیو د اخېړولو لپاره)، خوږو روانو اوبو، غمیو، ګرانبیه ډبرو، سرو زرو، مېسو، وسپنې او سلګونه نورو شتمنیو په لوټلو پسې بېرته راځي. ګاونډیان به دا هرڅه ورسره ویشي او دېرش میلیونه افغانان به یې وړیا یا ترټولو ارزانه کاریګران وي. خواشیني دا ده؛ هر هغه څوک چې په دې راز پوهیږي او د مخنیوي چیغې یې وهي، هغه د ګاونډي په فتوا کافر دی او پر ضد به یې جهاد روان وي!موږ لا هم نیم کافر یو، نیم غازیان!

بس همدا ده د افغانستان د غمیزې ریښه او پېژندنه!

که بل څه وي؟ نو تاسو یې ووایاست.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *