ولسمشر غني: له اوبو وروسته د « باد » په مدیریت کار پیلوم او په انرژي یې بدلوم

 ولسمشر غني: له اوبو وروسته د « باد » په مدیریت کار پیلوم او په انرژي یې بدلوم

ولسمشر غني چې په نیمروز کې یې د کمال خان بند د پرانیستي په مراسمو کې وینا کوله، وویله: له اوبو وروسته د باد په مدیریت کار پیلوم او دا باد هم په انرژي اړوم.
د نیمروز په ګډون ډېری ولایتونه او سیمي بیساري بادونه لري. له دې وړاندي د افغانستان له بادونو څخه هیڅ ډول ګټه نده اخیستل شوي، خو برسیره په دې په ځینو ولایتونو کې یې لا خلکو ته زیانونه اړولي.
په نورو هېوادونو کې له بادونو څخه د برښنا په تولید کې ګټه اخیستل کیږي، خو په افغانستان کې د برښنا له دې مهمي سرچیني څخه تر اوسه ګټه نده اخیستل شوي. اوس تازه ولسمشر غني ویلي چې، د اوبو له مدریت وروسته د افغانستان د باد په مدیریت کار پیلوم.
نوموړي ویلي، دا بیساري بادونه په انرژي بدلوم او د افغانستان د خلکو اړتیاوې به باندي پوره کړم.
په داسي حال کې چې افغانستان د برښنا له کمښت سره مخ دی او له نورو هېوادونو څخه یې اخلي. تازه حکومت د اوبو په مدیریت کار پیل کړی، چې نن د نیمروز په ولایت کې د کمال خان بند پرانیسته وشوه. د دې بند څخه به د برښنا په تولید او ځمکو په خړوبولو کې کار اخیستل کیږي.
د هغه تر څنګ ولسمشر ویلي، له ایران څخه به د اوبو په بدل کې تیل وغواړم او له دې وروسته به اوبه مفتي ورنکړم. د هغه تر څنګ د اوبو د تنظیم د ملي ادارې مشر په دې غونډه کې وویل، د کمال خان له بند څخه وروسته د هېواد په نورو بندونو هم کار روان دی او ټول واړه او لوی بندونه به جوړ کړو.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *