د لاشعور قوانین

 د لاشعور قوانین

لاشعور مو زموږ تر شعور ډېر پیاوړي ده خو په کنترول کې مو نه ده. موږ کولای شو په زده کړو سره له خپل لاشعور څخه ګټه واخلو او په پایله کې پر خپلو ډېری کړنو، احساساتو او فکرونو کنترول ولرو او هغه څه چې په لاشعور کې غیر منطقي او ځورونکي دي، راکم کړو او د خپلو باورونو سیستم منطقي او عقلاني کړو.

د دې لپاره چې له لاشعور څخه ګټه واخلو لومړي باید پوه شو چې څنګه کار کوي. لاشعور ډېر قانونونه لري چې ځینې په لاندې ډول دي. لاشعور د هغو شیانو تر منځ چې موږ یي فکر او خیال کوو له واقعیتونو سره نشي تشخیص کولاي او ټول یو ډول ګڼي.

مثلاً کله چې د وېرونکي فلم صحنه ګورئ، لاشعور فکر کوي چې ریښتیا دي او تاسو له خطر سره مخ یاست او یا کله چې چاسره ټوکه وکړئ، یا چاته بده خبره وکړئ او یا چاته ښه خبره وکړئ، او یا یي بل څوک تاسو ته وکړي، لاشعور مو هغه غیر واقعي نه ګڼي بلکې هغه جدي نیسي.

دا ډول برداشتونه کولای شي په لاشعور کې ستاسو په سلوک، احساس او فکرونو مو د نورو په وړاندې او د نورو ستاسو په وړاندې او حتی ستاسو له خپل ځان سره په اړیکو باندې اغېز وکړي او ستاسو د غوسې، نفرت، له تاوتریخوالي ډک او له خوشحالۍ ډک سلوک لامل وګرځې. په همدې توګه موږ باید خپلو فکرونو، احساس او سلوک ته پام وکړو، د وېروونکو فلمونو کتل، ټوکې، بدې او سپکې خبري کول، او خیالې هیلې مو زموږ په لاشعور کې کوړه کېږي او په ژوند کې مو په بیلابیلو ډولونو راڅرګندېږي. کله چې خوشحاله یاست، وخت ژر تیرېږي او نه پوهېږئ چې وخت څنګه تیرېږي، له هغه ځایه چې لاشعور مو وخت نشې پېژندلای، کله چې تاسو خوشحاله یاست د شعور برخه مو درېږي او لاشعور مو چې تل کار کوي نشي کولاي د خوشحالي وخت اندازه کړي او نه پوهېږئ چې څومره وخت تیر شوي، عیناً همدا مسئله مو د خوب په مهال هم رامنځته کېږي، کله چې ویده یاست، شعور مو کار نه کوي او دا چې ډېر خوب وکړئ، فکر نه کوئ چې دومره وخت ویده وئ. هر فکر او احساس مو د فریکي انعکاس لامل کېږي، که تاسو فکر کوئ چې یوې غونډې ته د خبرو کولو څخه د وېرې احساس کوئ، کله چې غواړئ خبري وکړئ، د خبرو په مهال مو زړه درزېږي او د ساه اخیستلو ستونزه پیدا کوئ. خو دا حالت مو د باور او فکر په بدلون سره له مینځه تلای شي.

فکرونه او هیلې مو ستاسو لاشعور ته د اطلاعاتو لېږدولو مهم چینل ده، له همدې کبله کله چې تاسو د یو شي په اړه فکر کوئ لاشعور مو هڅه کوي چې هغه څرګند کړي، مثلاً کله چې تاسو فکر کوئ چې په ازموینه کې نه منل کېږئ، لاشعور مو خپله ټوله هڅه کوي چې ونه منل شئ، او تاسو سره له دې چې ښه درس ویلئ، ښې نمرې نه ترلاسه کوئ او یا دا چې تاسو فکر کوئ چې ښایسته څېره نه لرئ، کله چې تاسو ته څوک بد وګورې تاسو به باور کوئ چې بدرنګه څېره لرئ. لاشعور تل له شعور سره په مبارزه کې بریالي ده، یانې که تاسو له تیارو وېره ولرئ، کله چې تاسو په تیاره ځای کې یاست د وېرې او اندېښنې احساس به کوئ، که څه هم لاشعور مو تاسو به دې قانع کړي یاست چې د وېرې او ندېښنې وړ څه شی نشته. په همدې توګه کله چې یو فکر او احساس د منلو وړ ګرځې، په سخته سره د بدلون وړ ده او د هغه ځایناستې لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده.

مثلاً په ۱۵ پېړۍ کې خلکو باور درلود چې ځمکه هواره ده، خو ډېر وخت تیر شو چې خلکو باور وکړ ځمګې ګړده ده. هر څومره چې مو شعور فشار راوړې، د شعور عکس العمل مو د هغه په پرتله کمېږي، مثلاً هغه کسان چې د بې خوبۍ ستونزه لري، کله چې د خوب ځای ته ځي، او شعور یي هڅه کوي چې ویده شي، خو نشې ویده کېدای او هر څومره چې هڅه وکړي، لا پسې بې خوبه کېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *