د خدای د شتون په اړه د هاوکینګ جالب باور

 د خدای د شتون په اړه د هاوکینګ جالب باور

سټیفن هاوکېنګ په ۲۰۱۸م کال کې د مارچ میاشتې په ۱۴مه نېټه ومړ. نوموړی د ورپېښي ناروغۍ له کبله، له ۵۵ کاله مبارزې وروسته مړ شو.
هاوکینګ، د وخت لنډکی تاریخ «A brief history of time» کتاب کې چې په ۱۹۸۸ کال کې یې خپور کړي و، پدی باوردلود چې ټول کهکشانونه پیداکوونکی لري. خو په 2008 کال کې یې د لوی پلان «The Grand Design» په نامه کتاب خپور کړ، هلته یې په دې باور درلود چې، د لوی بیګ بنګ چادونه نه یوازې دا چې د خدای په خوښه نده ترسره شوي ، بلکي د فزیک د قوانینو پایله هم وه.
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د ال موندو په خبري کنفرانس کې ویلي و، چې ال موندو د «جهان» په معنی ده او د ساینسي پدیدې پایله روښانه کیدلی شي.”طبیعي خبره ده، د معلوماتو د راټولو نه مخکې لا پدي باوري یو، ټول کاینات خدای پیدا کړي دي. خو دلته پوهه او معلومات موږ ته یو لازمي توضیح راکوي.
خو د هاوکینګ په نورو مرکو کې، هغه د خدای شتون او په طبیعي نړۍ کې د هغه رول رد کړی دی. دې کار د نړیوالي ساینسي ټولنې ډیر غبرګونونه را وپارول. په دې تړاو د فزیک نړۍ زیاترو پوهانو له سټیفن هاوکېنګ سره د نظر اختلاف کړی دی. کاناډایي پروفیسور استاد د سټیفن هاوکېنګ د هغې خبرې په ځواب کې وايي، چې ویلي وو (کائینات د فزیک او کیمیا د قوانینو په اساس رامنځته شوي او هیڅ خالق نه لري) کاناډایي استاد وايي: کله چې هیڅ موجود شتون ونه لري نو فزیکي قوانینو څنګه عملي شي، لمړی باید ماده پیدا شي او بیا قوانین پرې عملي شي، نو ماده حتمن خالق ته اړتیا لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *