د مطالعې تخنیکونه

 د مطالعې تخنیکونه

لیکنه: جانداد جهانی

خبر داری: دا لیکنه پخوانۍ او تکراري ده چې د ځینو دوستانو په غوښتنه خپریږي له هغوی چې یو ځل یې لوستي مننه کوم او د بیا انتشار په خاطر ورڅخه بښنه غواړم، دا چې مخکینې پوسټ کې مې د مطالعې په ارزښت بحث کړی وو نو ځینو دوستانو پوښتنه کړي وه چې مطالعه باید څنګه وشي، ممکن ددوي دا پوښتنه زما د خپل سرګذشت په بیان کې حل شي. دا چې څه باید مطالعه شې بل پوست ته یې پریږدو.

#پخوانی_متن
شاید دژوند ښکلا د هغه په پېچلتیا کي وي. ډیر داسې کوچني مهارتونه شته چې موږ ته زاړه ښکاري خو یو بل چاته به نوي وي. په همدې خاطر که چیرته ملګري یو بل سره د ژوند کولو اړوند ځینې تخنیکونه شریک کړي د ټولنې په خیر به تمام شي. پدې لیکنه کې زه د مطالعې په هغو تګلارو بحث نکوم په کوم چې ټول پوهیږئ او تر ډیره موثر هم دي.بلکي هغه نقطې چې ما خپله تجربه کړي او زما په نظر زما ملګرو ته به نوې او موثره وي. اول: غږیز کتابونه (Audio books ): تقریبا شپږ کاله مخکې پدې پوه شوم چې موږ له خپلو غوږونو څخه موثره استفاده نه کوو، غوږونه له سترګو ورسته مغز ته د اطلاعاتو د انتقال دویمه لویه وسیله شمیرل کیږي. ما له پخوا څخه هغه کتابونه چې د یو چا لخوا څخه په غږیز شکل ثبت شوي وو اوریدل، لمړي مي یوه ایراني د انګلیسي زدکړي اړوند مجموعه (نصرت) واوریدله کله چې هماغه د انګلیسی – فارسی مجموعې را خلاصي شوې بیا مې بی بی سی #پرګار خپرونې له یوټیوب څخه په ټیټ کیفیت ډانلوډ کړي او ټولې مي واوریدلې، بیا وروسته مې د انګلیسي ډیر صوتي کتابونه پیدا او ادامه مې ورکړه او اوس هم جریان لري. ددې میتود تر ټولو لویه ګټه داده چې کم وخت نیسي او د نورو کارونو تر څنګ هم تر سره کیږي. پوهیږم چې تاسو ټول بیلابیل ورځنې مصروفیتونه لری، لکه د کور او کار ځای پاکول، اخلی پخلی، ورزش، سفر او نور … پدې ټولو کي د غږیزو کتابونو اوریدل ممکن او مفید دي. ما په تیرو پنځو کلونو کي روزانه له ۱-۲ ساعتونو اوریدل کړي دي (بعضي وختونه هم زیات) او هر ساعت کي معمولا له ۳۰ – ۴۰ صفحو (A5) پوري لوستل کیږي، بله ګټه یی داده چې ډیر اطلاعات په کم یا بیکاره وخت کي ترلاسه کولی شي همدارنګه د لوست سرعت مو هم زیاتیږی او تلفظ مو ورسره سمیږي(البته که په تلفظ یې تمرکز ولرئ) له دې تکتیک سره بلدتیا یو څه وخت نیسي، ځکه لمړیو کې د تمرکز موضوع وي او همدا رنګه ستړي کوونکي تمامیږي خو ورسته انسان عادت کوي، هغه وخت که بیا موټر کي سفر کوي او غوږو ته غږیز کتاب وانچوې نا ارامه به وئ. صوتي کتابونه په ټولو لویو ژبو، انګلیسی، عربی، اوردو، فارسی او کم شمیر یی پښتو کې هم موجود دي.که غواړئ دا تخنیک و ازمایاست زه یې لینکونه پریږدم په ټیټ کیفیف ورڅخه د خوښې وړ کتاب ښکته کړئ او وایی اورئ. دویم: علمې مستندونه(Documentaries ) مستندونه هغه علمې فلمونه دي چې په یوه مشخصه موضوع جوړ شوي وي او له شواهدو او مدارکو په استفادې د یوې فرضیې په اثبات را څرخي.
هر علمي او معتبر مستند چې معمولا د یوساعت شاوخوا وي د یو کتاب هغومره ارزښت لري، یوټیوب کي بی شمیره، انګلیسی، عربی، فارسی … مستندونه وجود لري هر دفعه کولي شئ یوټوب کې د یوې موضوع تر نوم وروسته Documentary یا audio book ولیکئ او کتاب یا مستند پیدا کړئ.
زه نږدې ۲۷۰ جي بي مستندونه لرم او اکثره ملګرو سره مې هم شریک کړي، که چیرته له ماڅخه یې نشئ اخستلای زه کمنټ کی لینک پریږدم د انټرنیټ د شپې بسته فعاله کړئ، یا له وای فای څخه په استفادې یې ډانلوډ او خپله پوهه مو نوره هم زیاته کړئ. دریم: د کتاب پرنټ: موږ او تاسو محدود وخت او محدوه انرژي لرو، نو لازمه ده د هسي خوشي چټي کتابونو په لوستلو یی ضایع نکړو. زه چې کومه موضوع کې د کتاب علاقه مند یم نو پلټنه کوم په هغه برخه کي لمړی لاس (لمړۍ منبع) نوی ایډیشن او د قوې او معتبر لیکوال کتاب پیدا کوم او بیا یی چیرته کومې فوتوکاپې والا ته وړاندي کوم چې راته پرنټ یی کړي(ځکه زما لپاره د سافت کتاب لوستل د هارډ په اندازه موثره ندي) او بیا یې وروسته لولم. معمولا دا ډول کتابونه تر بهرنیو مطبعو چاپ کتابونو ارزانه تمامیږی(د پاکستان پرته) او همدارنګه کولای شي د خپل ضرورت په اندازه یی پرنټ کړې. مثلا فرض کوو چې زما یو ملکري همت کړی او غواړي د ویلډورانټ د تمدن داستان ولولې، هغه کتاب لس زره صفحې دی، نه ټول اخستلی شي او نه یی پرنټ کولی شي. دده لپاره چاره څه ده؟ دی کولي شي هره اونۍ د یو کباب پیسې راواخلې او۸۰۰ صفحې د کتاب پرنټ کا او ویې لولي، د ژمي تر پایه به هم د ویلډورانټ د تمدنونو داستان خلاص وي او هم به د پیسو ورکړه ورباندي بوج نه وي (البته که هیڅ د کباب او آیسکریم پیسې په کتاب نه ورکوي بیا یې باید له غږیز فایل څخه استفاده وکړي،یا یې سافټ ولولئ مسخد ځان ته دې بهانه تراشي نه کوي) کابل کې اکثریت لویې فوټو کاپیاني او مطبعې یو یو کتاب هم نیسي او د یو کباب په پیسو (۲۰۰ افغانیو) اته سوه (۸۰۰) صفحې کتاب پرنټ کوي. څلورم: موضوعات وپلټئ: ما ډیر داسي ملګریي لیدلي چې ډیر کتابونه یی لوستي خو یا په موضوع سم ندي پوه شوي او یا هم له یو وخت ورسته ورڅخه هیر وي چې کتاب کې څه لیکلی وو، زه دا ستونزه نلرم زما په نظر علت یې داده چې زه موضوع مطالعه کوم نه بلکي څیړم یې؛ هغه داسي چې کله کومه موضوع مې ذهن ته راشي لکه د “جبر او اختیار ” موضوع ځم او هغه په څو منابعو کي لولم او اړوندو پوښتنو ته مې ځواب مومم. د مطالعې سرعت مو زیات کړئ: په یاد مې دې کله چې د پوهنتون په اول صنف کي وم د مطالعې سرعت مې له ۸ تر ۱۰ صفحې په یو ساعت کې وو او تر نیم ساعت زیاته مطالعه مې نشوی کولی، خو له دوامداره تمرین او هڅې ورسته تیر ژمی متوجه شوم چې د مطالعې سرعت مې ۴۰ تر پنځوسو صفحو په یوساعت کې شوی وو، او تر دریو ساعتونو کتاب ته په یو وار کښیناستلای شواي، پداسي حال کې چې له موضوع درک مې ثابت وو،ددې مهارت به ترلاسه کولو کي د ټوني بازان کتاب (Speed reading) او تمرین مرسته کولای شې. دا چارې هم اسانه او هم موثرې دې او ما یې نتیجې لیدلي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *