د نړۍ تاریخي ښارونه (بخارا – ازبکستان)

 د نړۍ تاریخي ښارونه (بخارا – ازبکستان)

بخارا ښار ته په ازبکي ژبه کې buxoro وایي او د تاجکستان په فارسي کې ورته eyxopo وایي. د هغه تر څنګ د دې ښار له مهمو لقبونو څخه (فاخره) ده چې د پراختیا ښار معنی لري. او په ۱۴مه هجري پېړۍ کې د ایراني لیکوال لخوا د اسلامي شهیدانو په خاطر ورته د اسلام ګنبده یا (قبه السلام) لقب ورکړل شوی دی.
دا ښار د ازبکستان هیواد مرکز کې پنځم لوی ښار دی چې د ابرېښمو د لویي لارې او شاهرود کانال په غاړه د زرافشان رود په لاندینۍ لاره کې موقیعت لري. د دې لوی ښار نفوس په ۲۰۱۷م کال کې ۲۷۲۰۰۰ نفره اټکل شوی ده. بخارا او سمرقند په نړۍ کې دوه هغه لوی ښارونه دي چې تر ټولو زیات نفوس یې تاجکان او د ازبکستان فارسي ژبي تشکیلوي.
د بخارا ښار تقرییاً ۹۰سلنه اوسېدونکي په فارسي ژبه خبرې کوي، او پاتي لس سلنه یې ازبکان او یهودیان تشکیلوي.
بخارا ښار یو لرغونی ښار دی، چې د ماورالنهر له پخوانیو ښارونو څخه شمېرل کېږي. دا له هغو ښارونو څخه دی چې له ۲۵۰۰کاله اوږد تاریخ لري او له میلاد مخکې په کې انسان مېشت ول.
دا لرغونی ښار په منځنۍ پېړۍ کې د مرکزي اسیا په سیمو کې د ښارونو له منځه یوه نمونه وه. چې د لرغوني تاریخي ځایونو په درلودو سره یې د سیلانانو پام ځان ته اړولی وو. خو د دغو تاریخو ځایونو بیا رغونې ته هیڅ پام ندی شوی.
د دې ښار له تاریخي ځایونو څخه یو هم د امیر اسماعیل ساماني زیارت دی، چې په دوهمه مېلادي پېړۍ کې د مسلمانانو له لوري جوړ شوی و. د دې تر څنګ ځیني نورې مدرسې هم شته چې له اولسمې پېړۍ مخکې جوړې شوې دي.
دا ښار د زیاتو تاریخي سیمو درلودو له امله د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې هم ثبت شوی دی.
د دې تر څنګ د دې لرغوني ښار اوسني مشهور کرنیز تولیدات پنبه او الو بخارا دي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *