کله چې ستاسو ماشوم خبرې کوي، په دې ډول یې خبرې قطع کړئ

 کله چې ستاسو ماشوم خبرې کوي، په دې ډول یې خبرې قطع کړئ

کله چې یو ماشوم هڅه کوي، تر څو تاسو بحث او مشاجري ته اړ کړي، یا هم په عامیانه اصطلاح بې ځایه ځوابونه وايي، په لاندي عبارتونو یی خبرې قطع کړئ.
۱: موږ مخکي په دې اړه خبري کړي وي.
۲: اوس د دې وخت نه دی.
۳: ۵ دقیقي ارام وکړه، تر څو بحث ته اماده شي.
که مخکي خپلو ماشومانو ته کومه خبره جدي نه نیوله او اوس یې نیسئ، نو ماشومان پرله پسي له تاسو نه د ولي پوښتنه کوي او یا هم په ژبه نه وايي، خو له احساس نه معلومیږي چې هغه د « ولي» په لټه کې دی. نو تاسو بایید توضیحات ورکړئ او دلایل ورته وړاندي کړئ.
کله چې ماشوم بحث کوي، نو خبري یې په لاندي توګه قطع کړئ:
د هغه خبري باید په درناوي سره قطع کړل شي، مخکي له دې چې خبره خفګان یا جګړي ته ولاړه شي، یا هم هغه د کمترۍ احساس وکړي. مور او پلار باید د خپلو ماشومانو لپاره واضح او قاطع قوانین ولري، د بیلګي په توګه، د تلویزیون په کتلو، کمپیوټر ګیم، ډوډۍ خوړلو او نورو… لپاره باید څرګند قوانین او وختونه ورته وټاکي. خو د قوانینو په اړه ورسره بحث مه کوئ، ځکه هغه فکر کوي دا قوانین د بحث وړ دي، نو په دې کار سره تاسو هغه خپله بې ځایه بحث او جګړي ته را بولئ.
له ماشوم سره هغه ډول بحث چې، ډاډه یاست هغه یې مني، ستونزه نلري. کله چې د یو کار د ترسره کولو غوښتنه ځیني وکړئ، نو په لاندي جملو کې ورته ووایاست، خوښ به شم، که دې دا کار ترسره کړ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *