که مو ماشومان خبرې ته غوږ نه نیسي، نو دا ډول یې تر خپل اغیز لاندي راولئ

 که مو ماشومان خبرې ته غوږ نه نیسي، نو دا ډول یې تر خپل اغیز لاندي راولئ

کله چې ستاسو ماشومان ستاسو خبرو ته غوږ نه نیسي یا ستاسو خبری نادیده نیسي، نو لامل یې پیدا کړئ.
ډېر داسي ماشومان شته چی د خپل مور او پلار خبرو ته غوږ نه نیسي یا ورته پاملرنه نه کوي. د دوۍ مور او پلار نه پوهیږي، چې آیا د دوی ماشومان به د دوي ویناوي اوریدلي وی، ایا د دوي ماشومان ولي د مور او پلار ټولي ویناوي له پامه غورځولي؟
نو ایا اوس د دی وخت دی چې عملی اقدام وکړو؟
په داسی وخت کې باید د خپلو ماشومانو د غفلت لامل پیدا کړو، پوه شو چې دوي ولي او په کوم دلیل زموږ خبرو ته غوږ نه نیسي؟
ایا دوي زموژ خبري اوریدلي دی کنه؟
نو د داسي پوښتنو د ځوابولو لپاره، له خپلو ماشومانو څخه لاندي درې پوښتني وکړئ:
۱: پوهه شوي چې څه می وویل؟
۲: څه چې مي وویل روښانه و؟
۳: ته ووایه چې ما څه وویل؟

د بیلګي په ډول: کله چې ستاسو زوی د خپلي خوښ کارتون ګوري، تاسو له پخلنځي نه ور غږ کړئ، چې زویه تلویزیون بند کړه، لاسونه ومینځه او ډوډی ته راشه.
خو تاسو هیڅ ځواب ونه ورئ.
او تاسو نه پوهیږئ چې ایا هغه به ستاسو خبره اوریدلي وي کنه، نو غواړئ چې پلټنه یې وکړئ. کله چې تاسو اطاق ته ورشئ، نو ګورئ چي هغه لا هم تلویزیون ګوري. تاسو د تلویزیون مخې ته ودریږئ او مستقیم د خپل ماشوم سترګو ته وګورئ، په جدي لهجه ورته ووایاست، ما تاته وویل چې کوم کار ترسره کړه.
هغه ځواب درکوي چي، تا وویل تلویزیون بند کړه، لاسونه ومینځه او ډوډی ته راشه.
مور یا پلار: نو هیله کوم دا کار تر سره کړه.
ستاسو ماشوم تلویزون بندوي او د لاس مینځلو لپاره ځی.
په دي بیلګه کې ستاسو ماشوم ستاسو غوښتنه اوریدلي، مګر ستاسو غوښتنه يې نادیده نیولي. تر څو پوه شي چی، ایا تاسو جدي یاست او کنه، که چیرته تاسو جدي نه یاست، نو دی غواړي چې څو دقیقي نور هم کارتوني وګوري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *