آریانا سعید بنسټ: د کابل د پل خشتي جومات په اساسي شکل رغوي

 آریانا سعید بنسټ: د کابل د پل خشتي جومات په اساسي شکل رغوي

د مشهوري سندرغاړې آریانا سعید بنسټ تازه ویلي، د کابل د پل خشتي جومات په اساسي شکل رغوي. د پل خشتي جامع جومات د کابل سیند تر غاړې دی او له شیر شاه سوري جومات څخه وروسته په کابل کې دوهم لوی جومات دی.

دا جومات د په کال ۱۳۰۳ هـ ق کال کې جوړ شوی او له دې وړاندي د نور الاسلام جومات په نامه یادیده. دا تاریخي جومات له ډبرو، خښتو، ګج، لرګو څخه جوړ شوی، لوړ منار او ښایسته کمبدي هم لري.

د دې جومات ګمبده د وروستیو کورنیو جګړو له امله ویران شوي، همدارنګه ځیني نوري برخې یې هم د کورنیو جګړو له امله ویراني شوي دي. چې تر اوسه پوري یې لا هم ډېری برخې ندي رغول شوي.

په کابل کې ځیني نور تاریخي جوماتونه هم شتون لري، چې په وروستیو دوو لسیزو کې یې ډېری په بنسټيزه توګه ورغول شول. د پل خشتي جومات ته څېرمه د شاه دو شمشیره جومات هم څه موده وړاندي په اساسي توګه ورغېد.

د پل خشتي جومات لا هم په اساسي توګه نه و رغېدلی. د کورنۍ ناورین په مهال چې څومره وران شوی، تر اوسه یې لا هم ډېری نښې نښانې په کې شته. اوس تازه د مشهوري سندرغاړې آریانا سعید بنسټ ویلي، د پل خشتي جومات پخپل لګښت په اساسي توګه رغوي.

آریانا سعید د هېواد مشهوره سندرغاړې ده. وخت ناوخته د ناسمو کالیو د اغوستلو او حجاب د نه مراعات کولو له امله د خلکو تر نیوکو لاندي هم راځي. په نوموړې په ټولنیزو رسنیو کې نیوکې کېږي چې ګواکي د خلکو د ارزښتونو او کلتور خلاف کارونه کوي. اوس تازه د آریانا سعید بنسټ ویلي، دا کار د خلکو د هغو نیوکو په مقابل کې کوي، تر څو وښيې، آریانا سعید د خلکو کلتور او ارزښتونو ته درناوی لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *