د ښځو نړیواله ورځ له کومه وخته او ولي نمانځل کیږي؟

 د ښځو نړیواله ورځ له کومه وخته او ولي نمانځل کیږي؟

د مېرمنو نړيواله ورځ د کارګرو له یوه خوځښته پېل او په ملګرو ملتونو کې د یوه کلني مناسبت په حېث ثبت شوه.

په ۱۹۰۸ کې پنځلس زره ښځو د امریکا په نيویارک ښار کې لاریون وکړ. دوی د ښځو لپاره د کم کار، ښې تنخا او د رایې ورکولو د حق غوښتنه کوله.

له دې اعتراضه یو کاله وروسته د امریکا سوسیالېست ګوند لومړی ځل د ښځو د ملي ورځې د لمانځلو اعلان وکړ.

خو چې دا ورځ تر ملي نړيوالې کچې ته وغځېږي، دا مفکوره د کلارا څېتکېن په نوم د یوې المانۍ ښځې وه.

هغې په ۱۹۱۰ کې په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په یوه نړيواله غونډه کې د دې وړاندیز وکړ. په دغه کنفرانس کې د ۱۷ هېوادونو سلو ښځو د دې وړاندیز په غوڅ اکثریت ومانه.

په ۱۹۱۱ کې په اسټریا، ډنمارک، المان او سوېتزرلېنډ کې لومړی ځل دغه ورځ ولمانځل شوه. په ۲۰۱۱ کې يې يوه پېړۍ پوره شوه او سږ کال يې ۱۰۹ کال پوره کېږي.

په ۱۹۷۵ کې ملګرو ملتونو په رسمي ډول د دې ورځې لمانځل پېل کړل.

په ۱۹۹۶ کې ملګرو ملتونو د دې ورځې لپاره کلنی شعار هم وټاکه. “د تېر نمانځنه او راتلوونکي ته پلان جوړول” د هغه کال شعار و. سږ کال يې شعار “برابره نړۍ، توانمنه نړۍ ده” ټاکل شوی او له خلکو غوښتل شوي چې پر جنسیتي برابري د یوې ولاړې نړۍ جوړولو ته په ګډه کار وکړي.

د ښځو نړيواله ورځ یو داسې کلنی تاریخي مناسبت دی چې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د مېرمنو وضعیت او حالت ته کتنه پکې وشي. د دې ورځې سیاسي اړخ بیا له ښځو سره د روانې نابرابرۍ په اړه اعتراض کول او د ښځو د حقونو په هکله د پوهاوي ډېرول ښودل شوی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *