روبوټان جراحي عملیات ترسره کولای شي، د دې برخې ډاکټران به ډېر ژر خپلي دندي له لاسه ورکړي

 روبوټان جراحي عملیات ترسره کولای شي، د دې برخې ډاکټران به ډېر ژر خپلي دندي له لاسه ورکړي

د عصري تخنیک په پرمختګ سره اوس روبوټان له انسانانو سره د طبابت په برخه کې هم ښه سیالي کولای شي. په کال ۲۰۱۶ م کې د Science Translation Medicine په مجله کې په دې اړوند یو مطلب خپور شو. په دې مطلب کې راغلي، یو روبوټ د انسان په نسبت ژر او په دقیق ډول د یو خوګ د کوچنیو کولمو عملیات ترسره کړل.

په طبابت کې د روبوټانو ځانګړتیا داده چې د سترس او ستړیا احساس نه کوي، خپل کار په ډېر دقت سره ترسره کوي او هېڅ ډول تېروتنه نه کوي. په داسي حال کې چې انسانان ډېری وخت د جراحي عملیاتو په مهال د سترس او ستړیا تر اغېز لاندي راځي او تېروتنې هم کوي. نو د دې برخې کسان به هم ډېر ژر خپلې دندي له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې که څه هم د طبابت په برخه کې کیفیت ټیټ دی، خو د دې برخې مینه وال زیات دي. ډېری کسان علاقه لري د طب په برخه کې زده کړي وکړي او کار وکړي. خو دا کسان له یو خوا معیاري او باکیفیته زده کړو ته لاسرسی نه لري او بل خوا نړۍ ورځ تر بلي پرمختګ کوي، روباټیک سیستمونه د طبابت په ګډون په هره برخه باندي حاکمیږي.

په طبابت کې تر ټولو سخته دنده هم د جراحي عملیاتو ترسره کول دي، روبوټان دا کار هم په ډېر دقت سره کولای شي. د اعتبار له اړخه هم، په دې برخه کې تر یو انسان په یو روبوټ ډېر باور کېدای شي. ځکه انسان عاطفه لري، د هغه ترڅنګ ستړی کیږي او تر فشار لاندي راځي.

هغه عملیاتونه چې د انسانانو له لوري ترسره کیږي، د تېروتنې امکان په کې ډېر زیات دی، خو هغه عملیاتونه چې د روبوټانو له لوري ترسره کیږي، هیڅ د تېروتنې امکان په کې نشته. ځکه روبوټ نه ستړی کیږي، نه تېروتنه کوي او نه هم لوړ فیس اخلي.

نو طب د جراحي برخې ډېری کارکوونکو او مسلکیان به په نږدي راتلونکي کې خپلي دندي له لاسه ورکړي. ځکه ډېر ژر به په طبابت باندي روباټیک سیستم حاکم شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *