قرآن کریم: اوسپنه له آسمانه را نازله شوي؛ آیا رښتیا هم را نازل شوي. دلته یې ولولئ

 قرآن کریم: اوسپنه له آسمانه را نازله شوي؛ آیا رښتیا هم را نازل شوي. دلته یې ولولئ

خدای ج د قرآن کریم د حدید سورت په ۲۵ آيت کې فرمایلي: «لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَیِّناتِ وَ أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْکِتابَ وَ الْمیزانَ لِیَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَ أَنْزَلْنَا الْحَدیدَ فیهِ بَأْسٌ شَدیدٌ وَ مَنافِعُ لِلنَّاس».

ژباړه: موږ خپل پيغمبران له روښانه دلایلو سره لیږلي. په هغوۍ باندي مو کتابونه ( آسماني) او میزان (د حق او باطل د پيژندلو قوانین) نازل کړي، تر څو خلک عدالت ته را وبولي. همدارنګه اوسپنه مو نازله کړي، چې په هغه کې ځواکمنتیا زیاته او د خلکو ګټي دي.

خدای ج په دې آیت کې په ډېر صراحت سره ویلي، آسماني کتابونه مو د دې لپاره نازل کړي تر څو د خلکو تر منځ عدالت قائم شي. اوسپنه مو ځکه نازله کړي، د خلکو ګټي په کې دي او خلک به د اوسپني له زور څخه په ګټي اخیستني له ځان څخه دفاع وکړي او د عدالت به خپور کړي.

د « نازل» مانا داده چې، یو شی له پورته څخه ښکته را لیږل کیږي. چې په دیني متونو کې یې موخه له آسمان څخه ځمکي ته رالیږل دي. تر اوسه پوري یوازي، آسماني کتابونه د وحي په بڼه له آسمان څخه ځمکي ته رالیږل شوي، چې دا کار ته را نازلیدل وايي. خو برعکس د اوسپني د پيدایښت په اړه علمي څېړنې ښيې چې، له ځمکي څخه کشف شوي.

خو د اوسپني را نازلیدل څه مانا؟ آيا رښتیا هم اوسپنه له آسمان څخه ځمکي ته را لیږل شوي، که دا کار شوی وي، نو ولي نور وضاحت ندی ورکړل شوی؟ د را لیږل کېدو دقیقه نېټه او څرنګوالی یې څه ډول دی؟ خو که چیرته له آسمان څخه نه وي را نازله شوي، نو بیا د اسلام د سپیڅلي دین تر ټولو معتبر او مقدس کتاب کې ولي دا ډول کلمه ورته کارول شوي؟

د مفسرینو نظرونه او اختلافات په دې اړه:

ځیني مفسرین وايي، دلته له نازلیدو څخه موخه پيدایښت ( خلقت) دی. د دوۍ په خبره چې خدای اوسپنه پيدا کړي او دلته یې د نازلیدو له کلمي څخه موخه هم د اوسپني خلقت دی. په دې اړه له حضرت علی (رض) څخه یو حدیث شریف هم روایت شوی، چې وايي: «انزاله ذلک خلقه ایاه»؛ ژباړه ( د اوسپني له نازل کېدو څخه موخه د اوسپني خلقت دی).

خو ځینو مفسرینو بیا ویلي، یوازي د اوسپني لپاره د « نازل» کلمه کارول شوي، په داسي حال کې چې په قرآن کریم کې دځمکي، آسمانونو او ټولو مخلوقاتو یادونه شوي او د خلق کېدو کلمه ورته کارول شوي. مګر برعکس اوسپني ته د نزول کلمه کارول شوي. نو که چیرته دلته موخه خلقت وي، ولي د ځمکي او آسمانونو لپاره د خلقت پر ځای د نزول کلمه نده کارول شوي. ځنیني مفسرین بیا وايي، دلته له نزول څخه موخه، له پورته د اوسپني ښکته را لیږل ندي. بلکي اوسپنه د خدای ج یو نعمت دی، جې بنده ګانو ته ورکړل شوی. دا نعمت له یو لوړ مقام (خدای) څخه ټیټ مقام (بنده ګان) ته ورکړل شوی او موخه یې همدا ده.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *