د ځمکي مرګ څه وخت دی؟ کوم ګواښونه ورته متوجه دي؟

 د ځمکي مرګ څه وخت دی؟ کوم ګواښونه ورته متوجه دي؟

د ځمکی په مرګ علم او دین دواړه باور لري. د بشر په تاریخ کې چې کوم دینونه راغلي، نږدي ټولو یې د ځمکي د پای وړاندوینه کړي. خو د ټولو تر منځ وړاندوینې مختلفي وي. مسحیت، اسلام او یهودیت هم په دې اړه خپلې وړاندوینې کړي دي.

اسلام د ځمکي د پای یادونه کړي او په قرآن کې دې ته اشاره شوي، د دې دنیا هر څه زوال لري، د محشر د ورځي په راتګ سره به په ځمکه کې د تودوخې درجه نهایت لوړه شي او یو غر به له بل غره سره ټکر وکړي.

خو علم هم په دې باور لري چې ځیني ګواښونه هر لحظه د ځمکي د مرګ لامل کېدای شي. دا له واقعیت څخه لرې نده چې د دې طبیعي پېښو له امله به زموږ وړه سیاره ځمکه یوه ورځ له منځه ولاړ شي او یا به هم په دې وړه سیاره کې د اقلیمي شرایطو د تغیر له امله ژوند پای ومومي.

هغه ګواښونه چې ځمکي ته متوجه دي او د ځمکي د مرګ لامل کېدای شي: هره شیبه له ځمکي سره د یوې بلې ډبرې د ټکر ګواښ موجود دی. په کال ۲۰۲۰ م کې هم د یوې ډبرې اټکل شوی و، چې کېدای شي له ځمکي سره ټکر وکړي. همدارنګه له دې وړاندي هم څو ځله د دې کار وړاندوینه شوي، خو تر اوسه پورې دا ډول پېښه نده رامنځته شوي.

ځیني وړانګي او سوپرنواونو انفجار هم د دې لامل کېدای شي، چې د ځمکي بقا له ګواښ سره مخ کړي او په دې سیاره کې ژوند ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه په یو میلیارد کلونو کې د دې اټکل شوی، چې د لمر د تودوخې اندازه ۶ سلنه نوره هم ډېریږي.

دا کار به د دې لامل شي تر څو په ځمکه کې نور د ژوند شرایط ختم شي او په ځمکه کې ژوند ته د پای ټکی کېښودل شي. د هغه ترڅنګ وړاندوینه شوي چې په راتلونکو ۶ میلیارده کلونو کې به ځمکه د ډېري تودوخي له امله وسوځي او په اېرو به بدله شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *