رڼا له « ۷» رنګونو څخه جوړه ده؟ دلته یې وپیژنئ

 رڼا له « ۷» رنګونو څخه جوړه ده؟ دلته یې وپیژنئ

 د روښنايي یا رڼا یا نور له نوم سره خو ټول بلد یاست. اما د رڼا د ترکیب او څرنګوالي په اړه به مو ډېر څه نه وي اوریدلي. دا چې رڼا په اصل کې له کومو رنګونو څخه جوړه ده؟ ترکیب څه ډول دی؟ ولي موږ آبي او ژیړ رنګونه ډېر په کې ګورو؟ دلته یې ځوابونه ولولئ.

په اصل کې رڼا له اوو رنګونو څخه جوړه ده ، چې عبارت دې له : سور، نارنجي، ژیړ، شین، نیلي، آبي او بنفش رنګونه دي. خو په دې رنګونو کې ځیني رنګونه په هوا کې ژر خپریږي او ځیني رنګونه په هوا کې ژر نه خپریږي.

په ټوله کې موږ د ورځي فضا په ژیړ او آبي رنګونو کې وینو. دا ځکه چې د سور، نارنجي، شین، نیلي او بنفش رنګونو ذرات ژر نه خپریږي او څپي یې هم اوږدي وي. د فزیک پوهانو له نظره، آبي رنګ ۱۰ ځله تر سور رنګ ژر خپریږي.

همدارنګه آبي او ژیړ رنګونه تر نورو رنګونو هم ژر او په چټکۍ سره خپریږي. له همدي امله موږ ډېری وخت د رڼا یا نور یوازي آبي او ژیړ رنګونه تشخیص کولای شو. د ورځي له مخي فضا هم په آبي او ژیړ رنګونو کې وینو.

خو کله کله بیا هیڅ ژیړ او آبي رنګونه نه وینو، برعکس د هغه سور رنګ ډېر په فضا کې وینو. د دې دلیل دادی، د ژیړ او آبي رنګونو څپې لنډي دي، خو برعکس د سور رنګ څپي اوږدي دي. نو له همدي کله چې لمر له ځمکی څخه لرې کیږي نو د آبي رنګ څپي نه رارسیږي او یوازي د سور رنګ څپي رارسیږي.

په ټوله کې آبي او ژیړ شفاف رنګونه دي، ژر لیدل کیږي او ژر تشخیص کیږي. په ځانګړي توګه ژیړ رنګ خو بیخي له لرې واټن څخه تشخیص کېدلای شي. په هغو ارګانونو کې چې د شفافیت په موخه کار کوي، ډېری وخت له ژیړ رنګ څخه کار اخلي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *