د روسيې او چین په آسمان کې درې لمرونه لیدل شوي؛ په اړه یې علمي څېړنې دلته ولولئ

 د روسيې او چین په آسمان کې درې لمرونه لیدل شوي؛ په اړه یې علمي څېړنې دلته ولولئ

څه موده وړاندي د روسيي او چین په ځینو سیمو کې درې لمرونه لیدل شوي دي. که څه هم دا ډول پېښه تر ډېره د منلو وړ نده، خو دا یو واقیعت دی او د دې پدیدي انګلیسي نوم هم Sundog دی. په دې اړه تر اوسه پوري ډېري علمي څېړنې شوي دي. د دې څېړنو پایلي او د دریو لمرونو د راښکاره کېدو لاملونه دلته ولولئ:

د دې پدیدي تاریخي او علمي نومونه:

د دې پدیدي علمي نوم parhelion دی، خو انګلیسي او مروج نوم یې بیا Sun Dog دی. د انګلیسي نوم مانا یې « د لمر سپی» دی. د دې عامیانه نوم څخه څرګندیږي چې دا ډول پېښي له دې وړاندي هم ترسره شوي دي. یعني له دې وړاندي هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دا ډول درې لمرونه لیدل شوي دي. خو دا نوم ځکه باندي ایښودل شوی چې، دوهم او درېم لمر د اصلي لمر تر څنګ راڅرګندیږي، لکه څرنګه چې سپی د خپل څښتن تر څنګه وي.

دا ډول پېښه چیرته شوي او په کومو ځایونو کې یې د بیا تکرار امکان شته؟

دا ډول پېښه له دې وړاندي په روسیه او چین کې ترسره شوي. د اصلي لمر تر څنګ دوه نور لمرونه هم را څرګند شوي دي. خو د دا ډول پېښو امکان د نړۍ په هر ګوټ کې شته. کېدای شي له دې وروسته هم د نړۍ په ګوټ ګوت کې دا ډول لمرونه ولیدل شي. خو د دې پېښي رامنځته کېدل خپل لاملونه لري.

لاملونه یې څه دي؟

دا پېښه دوه لاملونه لري، لمړی؛ د ځمکي په اتموسیفر کې یو ډول د یخک شپږ ضلعي لرونکي کرستالونه شتون لري، چې دا کرستالونه د لمر رڼا ماتوي. د رڼا دا ماتیدل د دې لامل کیږي چې موږ ته درې لمرونه راوویني. په حقیقت کې یو اصلي لمر شتون لري، نور دوه لمرونه مجازي دي.  

دا کار هغه وخت ترسره کیږي چې، لمر افق ته نږدي وي او د لمر رڼا له سیروس وریځو او د یخ له کریستالونو څخه را تېره شي او موږ ته را ورسیږي. په ټوله کې دوه شرایط لري، لمړی؛ له سیروس وریځو څخه د لمر د رڼا تیریدل او دوهم، د یخ د شپږ ضلعي کریستالونو شتون دی.

د پخواني یونان او روم په علمي، هنري او ادبي لیکنو کې هم د درې لمرونه یادونه شوي، له دې څرګندیږي چې هغه وخت هم دا ډول پېښي تر سترګو شوي وي. خو دا چې هغه وخت په دې تړاو علمي څېړنې نه وي شوي، نو ځکه خلکو دې ته درې لمرونه ویلي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *