د خدای عرش څه شی دی؟ چیرته موقعیت لري؟

 د خدای عرش څه شی دی؟ چیرته موقعیت لري؟


د « مجسمه» په نوم یوه ډله باور لري، چې خدای معلوم او مشخص عرش لري. دا عرش تر اووم آسمان پورته موقعیت لري او تخت ته ورته شی دی. د دوۍ په خبره چې پښې یې د اووم آسمان پر مخ ایښي دي. ملائکي دا عرش لیږدوي او خدای په دې عرش باندي دی.

همدارنګه د عرش په تړاو مختلف باورونه شتون لري. خو په ټوله کې په دې برخه کې یو اتفاق شته، هغه دا چې، خدای پاک په عرش کې دی او عرش په اووم آسمان کې موقیعت لري. نور د عرش د څرنګوالي په تړاو دقیق معلومات ندي خپاره شوي. .
عرش په عربي لغت کې، د هغه ځای په مانا دی چې چت یا سقف ولري. یا هم عرش د سلطان یا پاچا د ځای په مانا هم راغلي. په ځینو ځایونو کې هم د سلطنت او حکومت په مانا سره کاریدلي ده.
همدارنګه د اسلامي فرقو له نظره دا کلمه مختلفي ماناګانې لري:

مجسمه ډله: خدای معلوم او مشخص عرش لري. دا عرش تر اووم آسمان پورته موقعیت لري او تخت ته ورته شی دی. د دوۍ په خبره چې پښې یې د اووم آسمان پر مخ ایښي دي. ملائکي دا عرش لیږدوي او خدای په دې عرش باندي دی.
اهل سنت: خدای مخکي تر دې چې عالم رامنځته کړي، د وریځو په منځ کې و او د هغه عرش د اوبو پر سر ایښی و. له دې وروسته د خدای عرش د اوو غرنیو اوزو په شا باندي کېښودل شو، چې د دې اوزو له سر څخه تر ځنګنو پوري واټن د دوو آسمانونو په اندازه و. همدارنګه د عرش له پورته څخه تر ښکته پوري هم واټن د دوو آسمانونو په اندازه و او د خدای د هغه پر سر باندي وو.
همدارنګه د اهل سنت په ډېری اقوالو کې عرش مادي ښودل شوی او د خدای د شتون ځای بلل شوی دی.
 شیعه: د دې مذهبي ډلي ډېری نظرونه هم له پورته اقوالو سره برابر دي. خو ځیني یې باور لري چې، خدای په ټولو مخلوقاتو احاطه لري او تدبیر یې د ځمکي او آسمانونو په ټولو موجوداتو حاکم دی. د عرش د مادي یا معنوي شتون او یا هم نشتون په اړه څرګند دریځ نلري.

ځیني نور دیني پوهان باور لري چې، عرش اصلا خارجي شتون نلري او یوازي دا کلمه د خدای د سلطنت د شتون، ځواکمنتیا او په مخلوقاتو د هغه د حاکمیت په موخه کارول شوي.
د عرش موضوع هم په دین کې یو له هغه اختلافي موضوعاتو څخه ده چې، هره ډله بیل نظر او دریځ لري. په ټوله کې د عرش په اړه په قرآن کې هم بشپړه توضیح نده ورکړل شوي او د هغه ترڅنګ د هرې ډلي برداشت هم له عرش څخه متفاوت دی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *