انسانان باید نورو سیارو ته ولاړ شي، ځمکه له بلي ډبرې سره ټکر کوي او له منځه ځي

 انسانان باید نورو سیارو ته ولاړ شي، ځمکه له بلي ډبرې سره ټکر کوي او له منځه ځي

بریتانیايې فزیک پوه سټیفن هاوکینګ ویلي، انسانان په ځمکه کې ډېر وخت نلري. باید انسانان د خپلي بقا لپاره په نورو سیارو کې ځانته د ژوند کولو زمینه برابره کړي.

د نوموړي په خبره، باید په راتلونکو دوو کلونو کې فضايي څېړونکي سپوږمۍ او په لسو کلونو کې فضایې څیړونکي مریخ ته ورسیږي. د دې څېړنو په لړ کې باید دوۍ پيدا کړي چې، چیرته د انسانانو لپاره د ژوند کولو شرایط برابر دي. همدا رنګه په ۳۰ کلونو کې باید په فضا کې فضايي اډه رامنځته کړل شي.

په ځمکه کې انسانان د ډېر وخت لپاره ژوند نشي کولای، ځکه ځمکه په راتلونکي کې له یوې لویې ډبري سره ټکر کوي او له منځه ځي. همدارنګه د تودوخي درجي د لوړیدو له امله هم د دې امکان شته چې، په ځمکه کې ژوند کول سخت کړي.

د نوموړي په خبره که چیرته بشر غواړي یو میلیون کلونه نور هم بقا ولري، نو هغو ځایونو ته دې ولاړ شي چې، تر اوسه پوري هیڅوک ندي تللي. له دې ځایونو څخه یې موخه هغه سیاري دي چې د ژوند لپاره شرایط په کې برابر دي، خو تر اوسه پوري هلته ژوندي موجودات نشته. نوموړي له همدي امله فضایې څيړونکو ته سپارښتنه کړي، ډېر ژر فضایې څېړني وکړئ او د انساني نسل د بقا لپاره لاس په کار شئ. د انساني نسل د بقا یوازینۍ لار همدا ده چې د ژوند لپاره نورې سیارې پيدا او اختیار کړي. ځکه په ځمکه کې انسانان غافله کیږي او په نږدي راتلونکي کې د اقلیمي شرایطو له امله دلته ژوند پای ته رسیږي.

1 Comment

  • دا هسې تشې کېسې دي، اقتربت الساعه مطلب همدا دی چې قیامت نږدې دی، انسان چې څنګه هست شوی، همداسې به پناه شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *