هاوکینګ: ښايې خدای شتون ولري، خو هغه د طبیعت په قوانینو کې لاسوهنه نه کوي

 هاوکینګ: ښايې خدای شتون ولري، خو هغه د طبیعت په قوانینو کې لاسوهنه نه کوي

مشهور فزیک پوه سټیفن هاوکینګ په کال ۲۰۱۰ م کال کې د ای بې سي له خبرې شبکي سره په یوه مرکه کې وویل : زه یو مذهبي سړی نه یم ، بلکي زه په نړۍ باندي په حاکمو علمي قوانینو عقیده لرم. ښايي په ځمکه دا حاکم علمي قوانین خدای رامنځته کړي وي، خو په دې ټینګ باور لرم چې هغه د دې قوانینو په تطبیق او مخنیوي کې هیڅ لاسوهنه نه کوي.

د نوموړي په خبره، دین او علم سره په جګړه کې دي. دین په اقتدار باندي ولاړ دی خو برعکس علم په مشاهدو او دلایلو باندي ولاړ دی. دا جګړه له ډېره وخته دوام لري، خو دا جګړه به حتما علم ګټي، ځکه علم په دلایلو، مشاهدو او تجربو باندي ولاړ دی.

همدارنګه نوموړي د ځمکي د شتون، پای او انسانانو د راتلونکي په اړه نور هم ډېر جنجالي نظریات ورکړي دي، چې د خلکو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي. نوموړي دا هم ویلي، انسانان په ځمکه کې ډېر وخت نلري، که دلته غافله شي نو انساني نسل به پای ومومي.

همدارنګه یې ویلي، د نورو سیارو اوسیدونکو د ځمکي تر انسانانو ډېر پرمختګ کړی دی، ښايي یوه ورځ دوۍ له موږ سره مخ شي، یا به هم دوۍ موږ ته پيغامونه راولیږي، چې دې پيغامونو ته باید په حتیاط سره ځواب ورکړل شي.

برعکس مسلمانان او د ځمکي د مخ نږدي ټول ادیان بیا د خدای په شتون باور لري. دوۍ عقیده لري چې، خدای خامخا شتون لري، همدارنګه نه یوازي شتون لري، بلکي د ځمکي او کائیناتو په ټولو چارو کې ښکاره مداخله هم کوي. مسلمانان باور لري چې، خدای به د محشر په ورځ له هر کس سره د ښو او بدو حساب هم کوي. که څوک نیک انسان وي او ښه عملونه یې ترسره کړي وي، باید جنت ته ولاړ شي او که څوک بد انسان وي او بد عملونه یې ترسره کړي وي، باید دوزخ ته ولاړ شي.

1 Comment

  • دا چې نوموړی وایی
    دین او علم سره په جګړه کې دي. دین په اقتدار باندي ولاړ دی خو برعکس علم په مشاهدو او دلایلو باندي ولاړ دی. دا جګړه له ډېره وخته دوام لري، خو دا جګړه به حتما علم ګټي، ځکه علم په دلایلو، مشاهدو او تجربو باندي ولاړ دی.
    دا یی عیسویت مطلب دی، اسلام هیڅکله د علم سره په ټکر کی نه دی، ځینی مسلمانان د علم سره په ټکر کی دی چی دا په اسلام دلالت نه کوی.
    عیسویت رښتیا هم د علم سره ټکر لری ځکه چی د پخوانیو راهبانو د خیټالوژۍ پیداوار دی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *