هاوکینګ: ځمکه به ډېر ژر په سوځوونکي دوزخ بدله شي. نور دلایل یې دلته ولولئ

 هاوکینګ: ځمکه به ډېر ژر په سوځوونکي دوزخ بدله شي. نور دلایل یې دلته ولولئ

بریتانیایي فزیک پوه سټیفن هاوکینګ څه موده وړاندي ویلي، که چیرته انسانان لاس په کار نشي او جدي تصمیم ونه نیسي، ځمکه به ډېر ژر په سوځېدونکي دوزخ بدله شي. د نوموړي په خبره، ځمکه به د زهره په برخلیک اخته شي.

هاوکینګ وايي، د زهره سیارې هم له دې وړاندي د ځمکي په څېر مناسبه د تودوخې درجه درلوده او په اوبو باندي پوښل شوې وه. خو اوس په داسي حال کې چې تر ټولو نږدي سیاره لمر ته عطارد ده، خو برعکس تر ټولو ګرمه سیاره بیا زهره بلل کیږي.

نوموړي باور درلود چې، د دې سیاري د ځمکو سوځېدل او د اقیانوسونو د اوبو وچېدل د دې لامل شول تر څو زهره په سوځوونکي دوزخ بدله شي. همدارنګه که انسانان هم لاس په کار نشي، نو د ځمکي برخلیک هم په نږدي راتلونکي کې د زهره په څېر دی.

اوس د دې سیاري د تودوخې درجه ۲۵۰ سانتې ګراد ده او په دې سیاره کې تېز بادونه یو ساعت کې د ۵۰ زره کیلومتره په اندازه چټکتیا لري. چې د تودوخې دې لوړې درجي او دې ډول تېزو بادونو د زهره سیاره په سوځوونکي دوزخ بدله کړي.

دا بریتانیایې فزیک پوه سټیفن هاوکینک د ډونالډ ټرمپ د سیاستونو سرسخت منتقد او مخالف و. د نوموړي په خبره چې د امریکا د متحده ایالاتو وتل د پاریس له اقلیمي تړون لیک څخه تر ټولو لویه تېروتنه ده.

د نوموړي په خبره، اوس هغه وخت دی چې باید انسانان د ځمکي د اقلیمي وضیعت د کنټرول په موخه لاسونه سره ورکړي. مګر د نړۍ تر ټولو لوی ځواک چې د امریکا متحده ایالات یادیږي، له دې تړون لیک څخه وزي. اوس لا د ځمکي اقلیمي وضعیت تر هغې کچې ندی خراب شوی چې انسانان یې له ستونزو سره مخ کړي وي، خو بیا هم په نږدي راتلونکي کې د دې وړاندوینه کیږي، نو انسانان باید اوس لا لاس په کار شي. د هغه تر څنګ د ۲۱ مې پیړۍ یو بل فیلسوف نوح هراري هم د ځمکي په اقلیمي وضعیت کې د بدلون راتللو خبره کړې وه، چې انسانانو ته یې ګواښ کړی وو، تر څو دا اقلیمي وضعیت کنټرول کړي، کنه د ځمکي او په دې سیاره کې د اوسیدونکو انسانانو لپاره به لوی مالي او ځاني زیانونه واړوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *