آریانا سعید، فهیم فنا ته؛ د یوې ښځې ۴۰ زره ډالر دې وخوړل

 آریانا سعید، فهیم فنا ته؛ د یوې ښځې ۴۰ زره ډالر دې وخوړل

د ستاره افغان خپرونه د طلوع تلویزیون د موسیقي مهمه او مشهوره خپرونه ده. په هر کال کې نوي سندرغاړي په کې برخه اخلي او له اوږده جریان او ارزونې وروسته یې یو تن د سندرو په ډګر کې د افغان ستوري په توګه غوره کیږي.

سږ کال مشهور او غوږ ژبی سندرغاړی فهیم فنا هم د دې خپرونې ګډونوال دی. چې په دې وروستیو کې د دې سندرغاړي او د دې خپرونې د مربي آریانا سعید تر منځ لفظي شخړه هم رامنځته شوي ده. آریانا سعید، فهیم فنا ته غوسه کیږي او وايي، تاسو د یوې میرمنې پیسي خوړلي، د هغې میرمنې څلویښت زره ډالر مو وخوړل. برعکس فهیم فنا آریانا سعید ته وايي، تاسو شراب خوړلي، تاسو له راتګ نه مخکي شراب خوړلي دي.

په ځواب کې یو ځل بیا آریانا سعید فهیم فنا ته غوسه کیږي او ورته وايي، تاسو د یوي ښځي څلویښت زره ډالر وخوړل. همدارنګه په غوسناک انداز کې ورته وايي، څوک شراب خوري؟ شراب چا خوړلي؟ هله ووایه. طلوع تلویزیون د فهیم فنا او آریانا سعید تر منځ دا لفظي مشاجره نده خپره کړي، خو د ستاره افغان د خپرونې ګډونوالو په شخصي موبایلونو کې دا لفظي شخړه ثبت کړي او ټولنیزو رسنیو کې خپره شوي. له دې وروسته فهیم فنا د ستاره افغان خپرونه پرې ایښي.

خو د آریانا سعید په دې کار سره ډېری سندرغاړو غبرکون ښودلی. ویلي یې دي چې، له سندرغاړې سره نه ښايي بل ته دا ډول خبري وکړي. مشهور سندرغاړې فرهاد دریا لیکلي، له یو سندرغاړي سره نه ښايي چې دا ډول الفاظ وکاروي او باید د هنر اخلاق مراعات کړي. د نوموړي په خبره چې هنرمندان باید ډېر با اخلاقه واوسي او هنر بېل اخلاق لري. که څه هم نوموړي ندي لیکلي چې، خبرې یې چاته متوجه دي، خو په دې وروستیو کې آریانا سعید او فهیم فنا لفظي شخړه کړي وه.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *