یووال نوح هراري ژوندلیک

 یووال نوح هراري ژوندلیک

یووال نوح هراري د یویشتمې پېړۍ مشهور فیلسوف، تاریخپوه او لیکوال دی. نوموړي د (عقلمند انسان، خدای ډوله انسان، د یویشتمې پېړۍ لپاره یویشت درسونه) کتابونو لیکلو له امله شهرت موندلی دی.

لنډ ژوندلیک:

هراري د ۱۹۷۶م کال د فیبروري میاشتې په ۲۴مه نېټه د اسرائیل په کریټ اتا ښار کې زېږېدلی. نوموړي له اکسفورډ پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کې دوکتورا اخیتسي ده.

په ۲۰۱۱م کال کې یې د عقلمند انسان کتاب (د انسانانو لنډ تاریخ) په عبري ژبه ولیکل، او له هغه وروسته یې همدا کتاب په ۲۰۱۴م کال کې په انګلیسي ژبه خپور کړ. د یووال دا کتاب زیات مشهور شو، زیاتو ژبو ته وژباړل شو. او بیل ګیټس او اوباما خلکو ته د دې کتاب د لوستلو وړاندیز وکړ.

په ۲۰۱۶م کال کې یې د خدای ډوله انسان (د انسانانو راتلونکی تاریخ) کتاب چاپ کړ. دا کتاب یې هم د عقلمند انسان کتاب په څېر زیات شهرت لري.

په ۲۰۱۷م کال کې نوح هراري په یوه مقاله کې ولیکل: د ټیکنالوژي پرمختګ په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ به تر ۲۰۵۰م کال پورې په سلهاوو میلیونه کسان بېکاره کړي. د هغه په باور چې یوه نوې طبقه به رامنځته کړي، د دې طبقې انسانانو لپاره به هیڅ ډول کار نه وي. د هراري په نظر چې دا د نړۍ د امنیت لپاره یو ګواښ دی، او باید ورته پاملرنه وشي.

هراري په دې باور دی چې د مصنوعي هوښ د پرمختګ له امله به شرکتونه او حکومتونه انسانان هک کړي. د هغه په باور مصنوعي هوښ د دې وړتیا لري چې د یوه انسان احساسات، ذوق، غوښتني او د فکر ډول معلوم کړي، دا د انسان شخصي حریم دی، خو لوی شرکتونه او حکومتونه د مصنوعي ځیرکتیا په مټ دا کار کولای شي. نوموړی له ۲۰۱۹م کال راهیسي ځیرک مبایل نه کاروي.

یووال نوح هراري په ۲۰۱۸م کال کې د ( د یوشتمي پېړۍ لپاره یویشت درسونه) په نوم کتاب چاپ کړ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *