محسن داوړ: پښتون ژغورنې غورځنګ څخه نه بیلیږم

 محسن داوړ: پښتون ژغورنې غورځنګ څخه نه بیلیږم

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه نه بیلیږم. د نوموړي په خبره تر اوسه پوري د سیاسي ګوند د جوړولو تصمیم هم نلرم او د پښتون ژغورنې غورځنګ موږ جوړ کړی، تر پایه به ورسره یم.

له پرون راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې داسي آوازي خپرې شوي چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی محسن داوړ غواړي د آفراسیاب خټک په ملتیا یو بل سیاسي ګوند جوړ کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه بيل شي. له همدې امله په ښاغلي محسن داوړ باندي په ټولنیزو رسنیو کې ډېري نیوکې هم شوي وي، چې نوموړي غواړي د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه بیل شي او بیل سیاسي ګوند جوړ کړي. په نوموړي داسي نیوکي شوي وي چې، پښتون ژغورنې غورځنګ او منظور پښتون یې یوازي پریښودل.

د بیل ګوند جوړول په نوموړي دوهمه نیوکه وه چې، ولي نوموړی غواړي دوهم ګوند جوړ کړي. محسن داوړ ډېری وخت د افغانستان په ملاتړ خبري کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه بلل کیږي. نوموړی د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته هم بلل شوی و.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *