انسانان څنګه هک کیږي؟ تاسو هک شوي یاست؛ دلته یې ولولئ

 انسانان څنګه هک کیږي؟ تاسو هک شوي یاست؛ دلته یې ولولئ

نوي ټکنالوژي د دې وړتیا لري چې انسانان هک کړي. په ځانګړي توګه هغه لوی شرکتونه چې په دې برخه کې ډېر مخکي تللي دي. د دې له جملي څخه یو هم فیسبوک یادونه کولای شو. کله چې تاسو فیسبوک کاروئ، نو تاسو فیسبوک دومره نه مطالعه کوئ لکه څومره چې فیسبوک تاسو مطالعه کوي.

هره شیبه چې تاسو فیسبوک ته ننوځئ، نو هغه پوهیږي چې تاسو په څه شي پسي ګرځئ او څه شی غواړي. یعنی فیسبوک ستاسو له احساساتو څخه خبر دی او په دې هم پوهیږي چې ستاسو په فکر کې څه ګرځي. څه غواړئ او په څه شي پسي ګرځئ؟ تاسو کولای شئ، دا کار امتحان کړئ.

د بیلګي په توګه: تاسو فکر وکړئ چې، تحصیلي بروسیو ته نوم لیکنه کوئ. که فیسبوک ته د ننوتلو موخه مو همدا وي، نو فیسبوک سمدستي تاسو ته د تحصیلي بورسیو پاڼې مخ ته راولي. همدارنګه که وغواړئ آنلاین خریداري وکړئ، نو فیسبوک سمدستي ستاسو مخ ته هماغه ډول پاڼې چې تاسو ته به د همدې ډول خدماتو د وړاندي کولو خبر درکوي، وړاندي کوي.

دا کار په دوه وخته کیږي، لمړی؛ کله چې تاسو یوازي احساس کړئ او یا مو هم په فکر کې واوسي چې باید پلانی کار ترسره کړم او یا هم پلاني ځای ته سفر وکړم، نو فیسبوک سمدستي ستاسو احساس باندي پوهیږي او هغه ډول پاڼې تاسو ته وړاندي کوي. دوهم؛ کله چې تاسو هم د یو شي په لټه کې واوسئ او هم د خوښي پاڼې په فیسبوک یا هم ګوګل کې سیرچ کړئ، نو له همدې نه هم فیسبوک ستاسو احساس، فکر او د غوښتنې وړ څه ژر درک کوي او اړوند پاڼې یې ستاسو مخ ته وړاندي کوي. تاسو فرض کړئ، که چیرته تاسو په لټه کې یاست چې، کاناډا ته ولاړ شئ او هلته کار وکړئ، نو فیسبوک به تاسو ته څو ورځي مسلسل هغه پاڼې چې کاناډا کې تاسو د ویزي اخیستلو او کار پيدا کولو لارښوونې کوي، وړاندي کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *