په دې خوړو سره مو وزن کم کړئ

 په دې خوړو سره مو وزن کم کړئ

که غواړئ چې وزن مو کم شي، نو خوراک مه کوئ، بلکې د خوراکونو په ډول کې مو تغیر راولئ.

د لاندې خوړو په کارولو سره کولای شئ، د وزن کم کړئ:

۱-  هوږه (Garlic): په هوږه کې موجود الیسین (Allicin) نومې انزایم دغه خواړه ته تر ټولو پیاوړی انټي سیپټيک (Antiseptic) خاصیت ورکړی. دغه خواړه د وینې کولیسټرول مخنیوی او اضافي وزن حجرات میتابولایز کولو سره اضافي وزن کموي.

۲-  رومي بانجان (Tomatoes): له دې سربیره چې دغه خواړه په بدن کې سرطاني حجرات له منځه وړي په بدن کې اضافي وزن کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه ویټامين سي (Vitamin C) لري چې ویټامین سي کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) له بدن څخه اضافي وزن له منځه وړي.

۳- شین چای (Green Tea): په شین چای کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) په بدن کې د اضافي وزن حجراتو له منځه وړلو سربیره د میتابولیزم فعالیت زیاتوي. شین چای کیفین (Caffeine) نومې مواد لري کوم چې انسان ته خاصه اندازه انرژي ورکوي.

۴- هګۍ (Eggs): پروتین په انسان کې د وزن کنترولولو لپاره ډیر زیات اړین دی ځکه چې دغه مواد ضعیف عضلات بیرته رغوي. هګۍ د غوره پروتین تر ټولو غوره منبع ده کوم چې ستاسې د عضلاتو حجم په ساتلو او میتابولیزم اندازه کنترولولو کې خاص اثر لري.

۵- مڼه (Apple): په مڼه کې شته انټي اکسیډنټ له بدن څخه اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. همدا راز دغه خواړه کې شته فایبر (Fiber) انسان مړوي او له ډیر خواړه خوړلو څخه مخنیوی کوي.

۶-  شات (Honey): شات انسان ته انرژي ورکولو سره د بدن غذایي اړتیا پوره کوي. یو کاچوغه شات په تړمو اوبو کې له استعمال سره په انسان کې اضافي وزن نه زیاتیږي. شات او تړمې اوبه باید سهار په نهره وخوړل شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *