راشد خان له دوو لوبو وروسته پي ایس ایل پرېښود

 راشد خان له دوو لوبو وروسته پي ایس ایل پرېښود

د افغانۍ لوبډلي پیاوړی سپینر توپ اچوونکي راشد د پاکستان سوپر لیګ کې له دوو لوبو وروسته بېرته دا لیګ پرېښود. راشد خان وایي چې د ملي دندې په موخه باید دوبۍ ته لاړ شي. دا ځکه چې په راروان مارچ میاشت افغانستان د زمبابوې له ملي لوبډلې سره لوبې لري.

افغانستان به د مارچ په په دویمه نېټه خپله لمړۍ لوبه د زمبابوې له ملي لوبډلي سره په ابوظبۍ کې وکړي. له هغه وروسته به په همدې میاشت کې یوه بله ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې هم له همدې لوبډلي سره ترسره کړي.

د راشد خان تر څنګ د افغانستان لوبډلي نور لوبغاړي هم د پاکستان په سوپرلیګ کې لوبېږي. هغه لوبغاړي چې د ټېسټ لوبو په سکواډ کې یې نومونه شته، تر مارچ میاشتې پورې به دوبۍ ته لاړ شي او پاکستان سوپر لیګ به پرېږدي.

راشد د پاکستان سوپرلیګ کې له لاهور لوبډلې سره لوبېده. لاهور لوبډلې د راشد خان په شتون کې دواړي لوبې وګټلې. راشد په لمړۍ لوبه کې ښه توپوهنه وکړه، چې په ۱۴ توپونو یې ۲۷ چټکې منډې جوړې کړي، او لوبه یې هم په یوه سټایلي شپږیزې وګټله.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *