د لمریز نظام سیارو ته د خالد او ډیويډ سفرونه – لمړی سفر – عطارد سیاره

 د لمریز نظام سیارو ته د خالد او ډیويډ سفرونه – لمړی سفر – عطارد سیاره

لیکنه: رحمت الله محمد

که څه هم د اوسنیو امکاناتو په مټ نورو سیارو ته سفر ممکن ندی، خو فرض کړئ، تاسو اوس وسایل لرئ، او غواړئ عطارد ته لاړ شئ، تاسو به په دې سیاره کې له کومو جالبو موضوعاتو سره مخ شئ؟ راځئ پیل یې کړو:

ډیویډ: خالده! مونږ نن په یوه ډېر اوږده سفر روانېږو، دا ځای له ځمکې څخه ۱۱۳ میلیونه کیلومتره لرې دی، دا یوه بله نړۍ ده، مونږ په انګلیسي ژبه دې سیارې ته mercury وایو، خو ستا مورنۍ ژبه پښتو ده، تاسو یې څه بولئ؟

خالد: فکر کووم مونږ د دې سیارې لپاره په پښتو ژبه کوم ځانګړی نوم نه لرو، خو عربي نوم یې عطارد دی، مونږ یې هم عطارد بولو.

ډیوډ: په کوم راکټ کې چې مونږ ناست یو، دا د انسانانو په لاس جوړ شوی تر ټولو زیات سرعت لرونکی راکټ دی، مونږ به څلوېښت ورځې وروسته بلې نړۍ ته ورسېږو. زه به په لاره تاته د دې سیارې په اړه یو څه ډېر معلومات درکړم. ( دا سیاره لمر ته تر ټولو نږدې سیاره ده، یوازې ۵۷میلیونه او ۹۲۴ زره کیلومتره له لمر څخه لرې ده، دې سیارې ته له مونږ مخکې په ۱۹۷۴م کال کې د مارینر۱۰ او په ۲۰۰۴م کال کې د مسنجر روبوټونه لېږل شوي دي، ټاکل شوي ده په ۲۰۲۵م کال کې د کولمبو په نوم روبوټ له مونږ وروسته راپسې راشي.)

خالد: دا دی څلوېښت ورځې په تېرېدو دي، فکر کووم مونږ نږدې شوي یو.

ډویډ: هو مونږ د عطارد مدار ته رارسېدلي یو، لمړی باید د دې سیارې سطحې ته د ښکته کېدو لپاره مناسبه سیمه پیدا کړو. ځکه هغه سیمه کې چې ورځ وي، د حرارت درجه تر ۴۵۰ سانتیګراد درجې لوړه ده، سمدستي به مو پاخه کړي، او چېرته چې شپه ده، هلته د حرارت درجه تر منفي ۱۷۰ سانتیګراد درجې پورې رسېږي، هلته به یخی شو.

خالد: راځه په شمالي یا جنوبي قطب کې ښکته شو، ښایي هلته د حرارت درجه مناسبه وي.

ډیويډ: نه خالده! هلته هم هوا یخه ده، په قطبونو کې د حرارت درجه تر منفي ۹۳ درجې پورې رسېږي. مونږ باید داسې سیمه پیدا کړو، چې یا ماښام وي او یا هم سهار وختي وي، ځکه هلته به هوا یو څه مناسبه وي.

خالد: زما په نظر سهار وختي به ښه وخت وي، ځکه عطارد سپوږمۍ نه لري، نو د شپې به ژر تیاره شي.

ډیويډ: هو دا ښه نظر دی… دا دی مونږ د عطارد سطحې ته راښکته شو، په دې سیمه کې سهار وختي دی. پام کوه، چې خپل فضایي کالي له ځانه لري نه کړې، ځکه د دې سیارې اتموسفیر د ځمکې له اتموسفیر نه په میلیونو ځله نری دی، او یا ویلای شو، چې په نشت کې حساب دی، نو له دې امله بې له فضايي کالیو ساه نشې اخیستلای، خو که بیا هم فضایي کالي له ځانه لري کړې، ۸۰ ثانیې چانس به ولري چې بېرته کالي په تن کړې، کنه مړ به شې.

خالد: راځه ژر ژر خپلې څېړنې خلاصي کړو، ځکه څو ساعتونه وروسته به ورځ شي، او د لمر ګرمه هوا او تېز بادونه به مونږ وسوځوي.

ډیويډ: دلته د ځمکې په څېر ژر نه ورځ کېږي، که څه هم د دې سیارې انتقالي حرکت ډېر تېز دی خو وضعي حرکت یې بیا ډېر سوکه دی، یوه شپه – ورځ یې د عطارد له دوو کلونو سره برابر دي.

خالد: اوووهووو دلته دوه کاله وروسته یوه شپه – ورځ بدلېږي. نو مونږ کولای شو چې په دې سیمه کې شاوخوا درې میاشتې پاتي شو، ځکه دومره وخت کې به هوا ډېر تغیر ونه کړي.

ډیويډ: نه خالده! د عطارد یو کال د ځمکې له ۸۸ ورځو سره برابر دی، دا سیاره لمر تر ټولو په کوچني مدار کې څرخېږي، نو له همدې امله یې کال کوچنی دی. او یوه شپه – ورځ یې د ځمکې له ۱۷۶ ورځو سره برابر دي، او بله مهمه خبره دا ده، چې د عطارد د جاذبې قوه نسبت د ځمکې د جاذبې قوې په پرتله تر نیم هم کمه ده. هدف مې دا دی، چې که په ځمکه ستا وزن ۵۰ کیلو ګرامه وي، نو دلته به دي وزن ۱۸.۸۶ کیلوګرامه وي، دا په دې معنی نده چې ته ډنګر شوی یې، دا ځکه چې د جاذبې قوه کمه ده. یانې د عطارد د جاذبې قوه 3.7 m/s² ده، په داسې حال کې چې د ځمکې د جاذبې قوه 9.807 m/s² ده.

خالد: اوس خو لمر هم راختلی دی، دلته د لمر رڼا بېخي تېزه ده، او ماته دا لمر هم یو څه لوی غوندې معلومېږي.

ډیويډ: هو خالده! دلته لمر د ځمکې په پرتله درې ځله لوی او یولس ځله روښانه لیدلای شو. هوا په ګرمېدو ده، زمونږ د څېړنو وخت هم په دې سیاره کې نور پایته رسېږي، مونږ باید لاړ شو.

(دوی بېرته د ځمکې په لور راروان شول)

ډیويډ: دا دی په خیر ځمکې ته راورسېدو، دوهم سفر مو زهرې سیارې ته ده، ځان اماده کړه، هلته به هم په نږدې وخت کې لاړ شو…

دوهمه برخه – زهرې سیارې ته سفر ـ ډېر ژر…

سرچینې:

https://en.wikipedia.org/wiki/Mercury_(planet)

http://www.learningaboutelectronics.com/Articles/Weight-on-mercury-conversion-calculator.php#answer

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *