که غواړئ د بدن پوست مو دا ډول پوست او سپین شي، نو دلته یې ولولئ

 که غواړئ د بدن پوست مو دا ډول پوست او سپین شي، نو دلته یې ولولئ

د بدن پوست د انسان په څېره مستقیم اغیز لري او د څېري په ښکلا او څرنګوالي کې ډېر مهم رول لري. که څه هم د بدن په پوست باندي باندنۍ هوا او ځیني عوامل اغیز کوي خو د پوست په نرموالي او سپین والي تر ټولو ډېر اغیز د خوړو دی.

په ورځني ډول چې هر څه خورئ، ستاسو د بدن په پوست باندي مستقیم اغیز لري. خو په ټوله کې خواړه په دوه ډوله ویشل کیږي، چې طبیعي او غیر طبیعي خواړه دي. عموما هغه خواړه چې طبیعي دي او یا هم خپل طبیعي خاصیت په کې پاتي وي، د بدن د پوست لپاره ګټور دي.

خواږه خوراکي توکې: په ټوله کې خواږه خوراکې توکې هم دوه ډوله دي، لمړی؛ غیر طبیعي خوراکې توکې دي چې په مصنوعي ډول جوړ شوي او د پروسس په جریان کې یې خپل پخوانی خاصیت له لاسه ورکړی چې، دا ډول خواږه خواړه د بدن د پوست لپاره مضر تمامیږي او ستاسو د بدن د پوست د شړیدو او خرابیدو لامل کیږي. دوهم، غیر طبیعي خواږه خوراکې توکې دي چې، دا ډول خواږه د بدن د پوست لپاره ګټور دي او چې هر څومره ډېر وخوړل شي د بدن پوست ورسره تازه کیږي او سپینیږي. دا هغه خوراکې توکي دي چې خپل طبیعي خاصیت یې له لاسه ندی ورکړی او له مصنوعي پروسس څخه هم ندي تېر شوي. لکه میوي او داسي نور…

څښاک: په څښاک کې هم دوه ډوله خوراکې توکې دي، ځیني یې غیر طبیعي دي، لکه ګاز لرونکي نوشابي، چې د بدن پوست ته فوق العاده ضرر رسوي. همدارنګه ځیني یې هم طبیعي دي او خپل طبیعي خاصیت په کې موجود دی، لکه؛ هغه جوس چې تازه له کیلي او ځینو نورو میوو څخه آماده کیږي او یا هم داسي نور… نور غیر طبیعي خوراکې توکي: دا ډول غیر طبیعي خوراکې توکې چې تر ډېره په بازارونو کې پلورل کیږي او ډېر کسان یې خوري، لکه؛ کیک، کلچي، چپس او ځیني داسي نور خوراکې توکې چې خپل طبیعي خاصیت یې له لاسه ورکړی او یا هم طبیعي ندي، د بدن د پوست لپاره ډېر مضر تمامیږي او د دا ډول خوړو څخه ډډه وکړئ. که چیرته پورته لارښوونې عملي کړئ، نو خامخا به مو د بدن پوست کې سپین والی او پوست والی راشي. چې دا کار به ستاسو د څېرې په ښایست کې فوق العاده رول ولوبوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *