د کټواز او خوست د وکیلانو تر منځ لیدنه، د ایران او امریکا د بیرغونو ایښودل؛ څه مانا؟

 د کټواز او خوست د وکیلانو تر منځ لیدنه، د ایران او امریکا د بیرغونو ایښودل؛ څه مانا؟

لیکنه: ایمل نیازی

د افغانستان د ولسي جرګې لمړي نائب محمد میرزا کټوازي نن د ولسي جرګې له یو بل او مخکښ غړي کمال ناصر اصولي سره کتلي. د میرزا کټوازي په خبره چې، په دې لیدنه کې د حکومت او ولسي جرګې تر منځ د بودجې په سر د رامنځته شوي جنجال په اړه غږیدلي.

همدارنګه نوموړي ویلي، په دې لیدنه کې د جمهوریت او ځینو نورو ارزښتونو په دفاع هم خبرې شوي دي. خو د ولسي جرګې د لمړي نائب او کمال ناصر اصولي تر منځ په ایښودل شوي میز د مختلفو هېوادونو بیرغونه ایښودل شوي دي.

له ډېری کسانو سره به پوښتنه وي، د دې بیرغونو د ایښودلو مانا څه ده؟ ولي د ولسي جرګې د یو غړي کمال ناصر اصولي خواته د امریکا بیرغ ایښودل شوی دی؟ په دیپلوماتیک لحاظ له دا ډول بیرغونو څخه په کومو ځایونو کې کار اخیستل کیږي.

د دیپلوماتیکو اصولو له مخې باید دا ډول بیرغونه په هغو لیدنو کې د دوو کسانو تر منځ په ایښودل شوي میز کېښودل شي چې، د مختلفو هېوادنو او یا سازمانونو استازي وي او د خپل هېواد او یا هم سازمان په استازیتوب رسمي ناستي ولري. د دوۍ تر منځ په ایښودل شوي میز باندي د اړوند هېواد یا سازمان بیرغ ایښودل کیږي. د ولسي جرګې لمړی نائب هم ښايې له بهرنیو چارواکو او سفیرانو سره وخت ناوخته لیدنې او کتنې ولري، له همدې امله اړتیا ده چې، د مختلفو هېوادونو بیرغونه باید د نوموړي په دفتر کې موجود وي او د رسمي لیدنو په مهال باید په میز کېښودل شي.

مګر دا چې د ولسي جرګې د غړو تر منځ په غیر رسمي لیدنو کې د بهرنیو هېوادنو بیرغونه ایښودل شوي وي، د ټولو اصولو خلاف عمل دی. د ولسي جرګې لمړی نائب ډېری مشاورین لري او لوړ معاشونه اخلي. د نوموړي مشاورین باید په دې اړه لازمې مشوري ورکړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *